د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا پر امریکایي اموالو باندې نوې گمرکي تعرفۍ لگوي


ټاکل شوې چې نن د جمعې په ورځ (جون ٢٢) د امریکا پر صادراتي توکیو باندې چې ارزښت یې څو میلیارد ډالره کیږي، نسبتاً درندې گمرکي تعرفې ولگول شي.

پدغه گمرکي تعرفو کې جین پتلونونه، الکلي مشروبات او په امریکا کې جوړ شوي موټرسایکلونه شامل دي.

د اروپایي اتحادیې له لورې پر امریکا صادراتو باندې د تعرفو لگول د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د تصمیم په وړاندې د نړۍ د هغو اقداماتو یوه برخه ده. ښاغلي ټرمپ د ٢٠١٨ کال د مارچ په لومړی نیټه اعلان وکړ چې پر وارداتي فولادو باندې ٢٥ فیصده او پر المونیمو باندې ١٠ فیصده گمرکي تعرفې لگوي.

ټاکل شوې چې تر دوو راتلونکو اونیو پورې د امریکا متحده ایالات د چین پر ٣٠ میلیارده ډالرو وارداتي کالیو باندې هم گمرکي تعرفې ولگوي.

چین ویلي دي چې پرته له ځنډه به په ورته اقداماتو لاس پورې کړي، هغه اقدام چې ښایي د نړۍ ستر اقتصادونه د ستونزو سره مخامخ کړي.

د چین د سوداگرۍ وزارت ویاند ویلي دي چې "متحده ایالات د تعرفو د لگولو له چلند نه ناوړه گټه اخلي او په ټوله نړۍ کې تجارتي جگړه پیل کوي."

د چین تجارتي مقاماتو همداشان ویلي دي چې د واشنگټن او بیجینگ ترمنځ تجارتي جگړه ښایي په ټوله نړۍ باندې اثر وکړي.

پدې ترڅ کې د امریکا د سوداگرۍ د خونې مرستیال جان مورفی، اټکل کړی دی چې د جولای د میاشتې تر پایه به د ٧٥ میلیاردو په ارزښت امریکایي صادراتي توکي د گمرکي تعرفو سره مخامخ شي.

جمهور رئیس ټرمپ حتی د ٢٠١٦ کال د انتخاباتي مبارزو په ترڅ کې ژمنه کړې وه د امریکا په وارداتي کالیو باندې به گمرکي تعرفې ولگوي، ځکه د هغه په باور د نړۍ په گوټ گوټ کې هیوادونه د متحده ایالاتو نه گټه اخلي.

په ٢٠١٧ کال کې د امریکا متحده ایالاتو د خپلې اړتیا وړ تقریباً ۵۰ فیصده فولاد او المونیم د څلورو هیوادونو کاناډا، جنوبي کوریا، مکسیکو او برازیل څخه وارد کړي او پدې موده کې یې یواځې دوه فیصده فولاد له چین نه وارد کړي دي.

XS
SM
MD
LG