د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ او پوتین ملاقات پیل شو


دواړه مشران په یو لړ تجارتي او نظامي مسایلو خبرې کوي
دواړه مشران په یو لړ تجارتي او نظامي مسایلو خبرې کوي

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ له خپل روسي سیال ویلادي میرپوتین سره دفنلنډ د هلسنکي په ښار کې مخامخ خبرې پیل کړي دي.

تر دغه سفر مخکې ولسشمر ټرمپ ویلي ووچې له ښاغلي پوتین سره به په یو لړ تجارتي، نظامي او نورو اړوندو مسایلو خبرې کوي.

ښاغلي پوتین هم ویلي چې اوس د دې دوخت رسېدلی دی چې باید په یو لړ نړیوالو حساسو مسایلو پراخ بحثونه وشي.

ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې له دغه ملاقات نه ډېرې هیلې نلري مګر ښايي مثبتې پایلې ولري.

د دواړو مشرانو ملاقات تر ټاکلي نیټې لږ وروسته پیل شول، ځکه چې د ښاغلي پوتین الوتکه ناوخته د فنلنډ د هلسنکي ښار ته ورسېدله، خو تر دې مخکې هم پوتین خپلو ملاقاتونو ته ناوخته تللی دی.

XS
SM
MD
LG