د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ سره ملاقات به د پوتین کامیابي وي


رویټرز لیکي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین سره غونډه کول په امریکا کې دننه او دباندې غبرگون پارولی شی خو د پوتن لپاره دا ملاقات کیدل هم یوه ډیره لویه کامیابي ده.

لدی سره چې روسیه او امریکا دومره ښې اړیکې نه لري خو کریملن د ډیر وخت راهیسې کوښښ کاوه چې دغه غونډه جوړه شي. روسیه هیله لري چې ټرمپ او پوتین به د یوبل سره ښې اړیکې ولري او دا به د دواړو ملکونو ترمنځ تشنج راکم کړي.

ویل کیږي چې د دغو دواړو مشرانو د ملاقات نه وروسته به داسې یو لوی بدلون رانه شی یعني په روسیې د امریکا لخوا لگیدل شوې بندیزونه به هم هغه شان دوام وکړي خو روسیه دغه غونډه لدی کبله ډیره مهمه گڼي چې دا به دا معنی ولري چې امریکا روسیه یو ستر قدرت گڼي.

د روسیې سناتور الیکس پوشکو د دواړو مشرانو د ملاقات په اړه وویل " د ټرمپ د پوتین سره ملاقات کیدل به دا ثابته کړي چې امریکا د دومره بیچینۍ باوجود روسیه نشې گوښه کولی او د پامه یې نشې غورځولې"

په روسیې او په نورو هیوادونو کې د ولادمیر پوتین انتقاد کونکي بیا وایي چې د ولسمشر ټرمپ د پوتین سره ملاقات هغه ته نړیوال احترام ورکول دي چې پوتن یې وړتیا نلري.

XS
SM
MD
LG