د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا روسیې ته په ونزویلا کې د پوځي شتون په وجه خبرداری ورکړ


د کاراکاس په هوایي ډگر کې روسي الوتکه
د کاراکاس په هوایي ډگر کې روسي الوتکه

د امریکا د ملي امنیت سلاکار په ونزویلا کې د روسیې د پوځي شتون په هکله خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې پدې سیمه کې د پوځي فعالیتونو د پراخولو لپاره د روسیې هر ډول اقدام به د نړیوالې سولې په وړاندې "مستقیم گواښ" وي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د جمعې په ورځ (مارچ ٢٩) په یوې اعلامیې کې ویلي "مونږ د لویدیځې نیمې کُرې بهر ټولو عواملو ته وایو چې ونزویلا او یا پدغه نیمه کره کې نورو سیمو ته د پوځي تجهیزاتو په استولو سره او یا د پوځي شتون د پراخولو په هکله پوره احتیاط وکړي".

ښاغلي بولټن زیاته کړې ده "مونږ دغه ډول پارونکي اقدامات په سیمه کې نړیوالې سولې او امنیت ته مستقیم گواښ گڼو".

روسیې د پنجشنبې په ورځ وویل د پوځي همکارۍ د یوې موافقې په اساس خپل "متخصصین" ونزویلا ته استوي، خو ټینگار یې وکړ چې دغه اقدام د سیمې ثبات ته هیڅ گواښ نه پیښوي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ، پدې وروستیو کې له روسیې غوښتي وو چې له ونزویلا نه خپل ټول پوځیان وباسي، خو دغه غوښتنې ته روسي مقاماتو کومه اعتنا نده کړې.

ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل ددې لپاره چې روسیه د ونزویلا نه د خپلو پوځیانو ایستلو ته اړه شي "ټول انتخابونه" یې د میز پر سر دي.

دغه څرگنودنې وروسته له هغه وشوې چې د رسنیو د رپوټونو له مخې دوه روسي الوتکې چې شاوخوا ١٠٠ تنه سرتیري په کې سپاره وو د شنبې په ورځ کاراکاس ته نژدې کښیناستله.

XS
SM
MD
LG