د لاس رسي وړ اتصالات

د ونزویلا اویا سلنه برخه بریښنا نلري


د حکومت د اپوزسیون مشر خوان گوایدو په خلکو د یو موټي کیدو غږ کړی.
د حکومت د اپوزسیون مشر خوان گوایدو په خلکو د یو موټي کیدو غږ کړی.

په ونزویلا کې د بریښنا د قطع کیدو له امله ترانسپورتي خدمات بی نظمه شوي. ګڼ شمیر پروازونه ځڼډیدلي، عامه خدمات بند شوي او خلک په پلازمینه کراکاس ښار کې په مظاهرو وتلي.

حکومت کوشش کوي چې د بریښنا سیستم بیرته ورغوي.

د ونزویلا سوسیالست ولسمشر نیکولاس مادورو په هیواد کې د بریښنا پرچاوي د خپلو کورنیو سیاسي مخالفانو او د امریکا دسیسه بللې ده.

خو د اپوزیسیون مشر خوان ګوایدو چې اوس د هېواد موقت ولسمشر دی، وايي چې د مادورو حکومت په خپلو سوسیالیستي پالېسیو د ونزویلا اقتصاد ته زیان اړولی دی.

د ونزویلا په شاخواه اویا سلنه سیمو کې د پنجشنبې د ورځې د ماسپین راهیسې (د مارچ ٧) بریښنا نشته.

د اورگاډي او میترو خدمات په ټپه دریدلي دي، او د نړیوال هوایي ډگر څخه ټول پروازونه لغوه شوي دي.

د ونزویلا ولسمشر د شنبې په ورځ (د مارچ ٩) په پلازمینه کاراکاس کې یوې غونډې ته وویل چې د لومړي ځل لپاره د هیواد په بریښنا سیستم باندې د نړیوال سایبري برید خبره کوي او حکومت پلټنې پیل کړي دي.

د مدورو په غونډه کې په زرگونو ملاتړو یې نڅاوې کولې او بیرغونه یې رپول. دغه غونډه د امریکا په وړاندې د دفاع د نندارې په توگه جوړه شوې وه.

امریکا په ونزویلا باندې د ولسمشر مدورو د لرې کیدو په موخه د هغه هیواد د تیلو په یو شمیر شرکتونو بندیزونه لگولي دي.

د گرمې هوا او بې برقۍ له امله ځینو خلکو خپل اپارتمانونه پریښي او د کاراکس سړکونو ته راوتلي خو پولیس یې مهمو څلور لارو ته د تلو مخه نیولې وه.

د ونزویلا د حکومت د مخالف مشر خوان گوایدو ملاتړي هم د شنبې په ورځ (د مارچ ٩) په پلازمینه کراکاس کې راټول شوي او د امریکا په پلوي یې شعارونه ورکول.

د حکومت مخالف مشر چې د امریکا په گډون د ډیرو لویدیځو هیوادونو ملاتړ ورسره دی، په کاراکس کې د غونډې گډونوالو ته اعلان وکړ چې د ونزویلا د یو موټي کولو لپاره به په پلازمینه کې لویه غونډه راوغواړي.

گوایدو چې د وینزویلا د ملي اسملې مشر دی ځان یې د هیواد د سوسیالست ولسمشر په وړاندې د جنوري په میاشت کې د هیواد موقت ولسمشر اعلان کړ.

امریکا او ٥٠ نورو هیوادونو د ٣٥ کلن گوایدو ملاتړ اعلان کړی خو هغه تر اوسه پورې ندی توانیدلی چې مدورو له قدرته لرې کړي.

XS
SM
MD
LG