د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهور رئیس ټرمپ د وینا اړه د امریکایي رسنیو تبصرې


جمهور رئیس ټرمپ څو ساعته وروسته د افغانستان د جنگ په اړه چې د امریکا د ټولو اوږده" جگړه ده، خپله ستژاتیژي اعلان کړي."

د امریکا رسنیو په دې اړه مختلف مطالب خپاره کړي. د این پی آر راډیو په خپلې ویب پاڼې کې لیکلي دي " مهمو امریکاېې چارواکو ورته ویلي چې توقوع ده جمهور رئیس ټرمپ افغانستان ته ۴٠٠٠ اضافي سرتیري ولیږي".

په راپورکې همدارنګه لیکل شوي چې ټرمپ به د افغان او پاکستان د حکومتونو نه د زیاتو اقداماتو غوښتنه وکړي.

ویبپاڼه زیاتوي چې جمهور رئیس ټرمپ به د مخکني جمهور رئیس براک اوباما په شان په افغانستان کې د ځواکونو شمیر د زیاتیدو د اعلان سره سم د سرتیرو د رایستلو نیټه اعلان نه کړي.

د نیوریاک ټایمز ورځپاڼي بیا لیکلي چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د افغانستان ستراتیژي جوړه کړې او د دې ډیرامکان شته چې په افغانستان کې د ځواکونو شمیر زیات کړي.

نیویارک ټایمز بیا لیکلي دي چې د هغه وخت راهیسې چې د افغانستان د پالیسۍ ارزیابي پیل شوې، د امریکا پوځي قومندانان پدې ټینګار کاوه چې اضافي عسکر به د امریکا متحده ایالات پدی وتوانوي چې په افغانستان کې د طالبانو او اسلامي دولت د ډلې پرمختګونه په شا کړي.

د ټرمپ د حکومت سلاکارانو داسې اشارې ورکړی چې افغانستان ته د اضافي عسکرو د لیږلو په بدل کې دې د افغان حکومت نه هم د اقداماتو غوښتنه وشي، چې یوه بیلګه یې د فساد او رشوت خورۍ سره مبارزه ده.

په همدې حال کې د واشنگټن پوسټ ورځپاڼي د جمهور رئیس ټرمپ د وینا په اړه د یومضمون په سر لیک کې لیکې چې "زیاتره امریکایان افغانستانته د نورو ځواکونو د لیږلو سره مخالفت لري."

د نظر د معلومولو په یوې سروې کې چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې شوې ده، دا پکښې معلومه شوې چې " د اضافي سرتیرو د لیزلو د وړاندیز سره زیاتره امریکایان مخالفت لري. معنی دا چې په هر درو کسانو دوه یې مخالف و."

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې بیا په یو مضمون کې لیکلي چې " ټرمپ د جمهور رئیس کیدو نه مخکې حکومتي مشران احمقان ګڼل چې په افغانستان کې جنگ اوږد کړی او د ځواکونو د رایستلو ملاتړ یې کاوه. خو نن شپه به د سخت مشکل سره مخ وې چې په افغانستان کې د امریکا د لا ښکیلیدو په اړه د امریکا ملت راضی کړي.

یو مهمه اندیښنه په پاکستان کې د حقانې شبکه ده. د امریکا استخبارتي ادارې وایي چې په کابل او شاه خوا سمیو کې خونړي بریدونه همدا ډله کوي.

نیویارک ټایمزلیکې چې د پنټگان او د کانگریس چارواکو ویلي دي چې د پاکستان په پوځ ښایي د هغوعملیاتو لپاره پیسې کمې شي او څارنه یې زیاته شي چې د پاکستان پوځ یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې کوي.

اوس مهال په افغانستان کې ٨۴٠٠ امریکایي،او ٥٠٠٠ د ناټو سازمان سرتیري دي چې افغان امنیتې ځواکونو ته سلا او مشورې ورکوي.

د لاس اینجلس ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د ناټو ځینو متحدینو هم ژمنه کړې چې اضافي سرتیري به افغانستان ته واستوي.

XS
SM
MD
LG