د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ له مکسیکو سره د موافقې بریا لمانځي


ولسمشر ټرمپ نن د سه شنبی په ورځ د سپېنی ماڼې په جنوبی چمن کې خبری کوی ؛ د جون ١١ – مه ٢٠١٩ کال
ولسمشر ټرمپ نن د سه شنبی په ورځ د سپېنی ماڼې په جنوبی چمن کې خبری کوی ؛ د جون ١١ – مه ٢٠١٩ کال

دامریکا او مکسیکو جمهور رئیسان دواړه د امریکا او مکسیکو ترمنځ په نوی موافقه خوشاله ښکاری او خپلې بریاوی لمانځیي.

مکسیکو به ددې موافقی پربنا د کډوالو د بهیر په مخنیوی کې مرسته کوی او امریکا به دې هیواد ته د مکسیکو پر صآدراتو نوې تعرفې نه لگوی.

دامریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د مکسیکو ولسمشر اندریس مانویل اوبرادور دواړه دامریکا او مکسیکو ترمنځ په نوی موافقه خوشاله ښکاری او خپلې بریاوی لمانځی.

مکسیکو به ددې موافقی پربنا دمرکزی امریکا نه د کډوالو د بهیر په مخنیوی کې مرسته کوی او امریکا به د مکسیکو پر هغو اموالو چی امریکا ته ېې صادروی نوې تعرفې نه لگوي.

دموکراتان او نور مبصرین وايی دیته ورته موافقه پخوا هم دمکسیکو او امریکا ترمنځ موجوده وه خو مکسیکو په موثر ډول عملی کولی نشوای. نو له همدې ا مله د کډواو بهیر مخ په زیاتیدو دی. نو هغوی ددې موافقی د عملی کولو په برخه کې شکونه لري.

بل عامل ېې دا څرگندوی چی انتخابات راروان دی ولسمشرټرمپ غواړی خپلو پلویانو ته دا څرگنده کړی چی دی په خپلو کې چی ډیره مهمه ېې دغیر قانوني کډوالی مخنیوی او داصلاحاتو راوستل وو ډیر جدي دی.

له مکسیکو سره د کډوالو د مخنیوي تړون
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

ددې شکونو او تبصروسره سرهولسمشر په خپله له مکسیکو سره په نوي تړون ډیر خوشال اوباوری دی چې مکسیکو به دکډوالو د بهیر مخنیوی به په سرحد کې په پوره پام او جدیت سره کوی.

همدارنگه د ولسمشر دملی امنیت سر پرست وزیر کیوین مکالینن دفاکس خبري چینل ته وویل چې یومیکانیزم هم شته دی چی داخبره یقېنی کړي چی مکسیکو به پرهغه څه عمل وکړي چی توافق ېې پرې کړیدی. دمثال په توگه په دې برخه کې واقعی نتایج څرگندشی او امریکا ته د کډوالو په بهیر او شمیر کې کمښت راشی. له بل پلوه ولسمشر ټرمپ دا خبرداری هم ورکوی چی که د یوشمیر نامعلومو دلایلو له امله مکسیکو دهغو کډوالو چی امریکا ته راځې مخنیوی په موثر ډول ونکړی، نوموږ به بیرته له خپل گټور اقدام نه کار واخلو یعنی د مکسیکو پر هغو اموالو چې امریکا ته ېې صادریږی د تعرفو په لگولو پیل وکړو.

XS
SM
MD
LG