د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ د ۱۵ ملیارد ډالرو په ارزښت د فولادو د یوې فابریکې د جوړولو پلان اعلان کړ

ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن دوشنبه (سپتمبر ۲۸) په متحدو ایالتونو کې د ۱۵ میلیارد ډالرو په ارزوښت د فولادو (وسپنې) د یوې فابریکې د جوړولو پلان اعلان کړ.

دا فابریکه به د ایوا په ایالت کې جوړېږي او د میسابي میټالیکس په نوم یو شرکت به په کې ۱۵ میلیارد ډالر پانګوونه کوي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې دا به د متحدو ایالتونو په تاریخ کې د فولادو جوړونې تر ټولو لویه فابریکه وي.

هغه د دغې پروژې د اعلان په مهال وویل: «نن موږ ډېر خوښ یو چې اعلان کوو Mesabi Metallics به د ایووا په ستر ایالت کې د امریکا په تاریخ کې د فولادو تر ټولو لویه فابریکه جوړه کړي.»

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې د هغه د حکومت امریکایي پلوه تګلارو دا پلان عملي کړ.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: «زما د لوړې له مراسمو څخه سمدستې وروسته، ما په ټولو بهرنیو فولادو باندې ۵۰ فیصده تعرفې ولګولې- اوس اوس زموږ د فولادو صنعت بېرته په چټکۍ سره بېرته ژوندی کېږي.»

په همدې حال کې په کانګرس کې د ایوا ایالت جمهوریت غوښتونکې استازې ماریانت میلر-میکس د دغې پروژې د پرانیستل کېدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا اقتصادي پلان به د ایوا په ایالت باندې مهم اقتصادي اغیز ولري.

هغې وویل: «دا چې د امریکا د فولادو تر ټولو ستره فابریکه په ایوا کې د ایوا په ختیځ کې جوړېږي- د ۱۷۰۰۰ دایمي دندو او ۶۰۰۰ د بیا رغوونې په چارو کې د دندو په ایجاد سره- په دې سیمې کې یو تغیر راولي.»

امریکایي رسنیو د سپینې ماڼې د یو مقام په حواله راپور ورکړی دی، چې دا فابریکه به په ۲۰۲۳۰ کال کې خپل تولیدات پیل کړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG