د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ پر ده باندې د برید د کلیزې په مناسبت اعلامیه خپره کړې


د امریکا ولسشمر ډونالد ټرمپ پر ده باندې د برید د لومړۍ کلیزې په مناسبت وویل چې ،،د امریکايي ژوند لاره به د شیطانت پر وړاندې بریالۍ شي،،.

ښاغلي ټرمپ ددې ورځې په مناسب په یوې اعلامیې کې وویل چې ،، د امریکايي ژوند لارې تل پخوا هم او په راتلونکې کې به هم د ورانۍ او شیطانت سره په جګړه کې بریالۍ شي.،،

پر ولسمشر ټرمپ باندې تیرکال دغه وخت د یوې انتخاباتي غونډې مهال وژونکی برید وشو خو هغه د برید نه بچ شو.

ولسمشر ټرمپ د تیرکال د جولای پر ۱۳ مې نېټې د پنسلوانیا ایالت د بټلر په سیمه کې خپل په زرګونو طرفدارانو ته وینا کوله چې د ټامس کروکس په نامه یو ۲۰ کلن امریکايي تبعې د یوې نږدې ودانۍ د بام څخه پرې اته ډزې وکړې. ددغو مرمیوو له جملې څخه یوه یې د ولسمشر ټرمپ د راسته غوږ پر څنډې ولګیدی او تیره شوه او نورې یې د طرفدارانو په مینځ کې ولګیدې چې په لړ کې یې د هغه یو طرفدار ووژل شو او دونه تنه نور ټپیان شول.

د امریکا د مخفي خدماتو یا سکریټ سرویس غړو پر برید کونکي باندې حمله وکړ او هغه یې د څو ثانیو په موده کې په ډزو کې ووژی.

ښاغلي ټرمپ د یکشنبې په ورځ یوه بیانیه خپره کړې چې په کښي راغلي ،، زه اوس هم په ټینګه په دې باور یم چې په هغه ورځ زه یواځي خدای وژغورلمه او د یوې حقیقي داعیې دپاره یې وژغورلمه چې زمونږ زړه ته رانږدې جمهوریت پر ستر کیدلو کار وکړم او زمونږ ملت د هغو نه وژغورم چې ویجاړتیا یې غواړي.،،

ښاغلي ټرمپ دغه راز هغو دکټرانو او د اولیه مرستو کارکونکو ته هم خپل درناوی وړاندې کړې چې د هغه په وینا یې د ملت د یوې تاریکې شیبې پرمهال د زخمیانو سره مرسته وکړه او دغه راز یې د غونډې ګډونوالو ته لاره وروښودله چې څنګه مصونو ځایو ته ځانونه وروسوي. ښاغلي ټرمپ دغو کارکونکوته د،، اتلانو،، خطاب وکړ او هغه د غونډې ګډونوالو ته چې د بریده وروسته یې لاسونه موټ کړل او لوړ یې کړل چې خپل قوت او ملي غرور څرګند کړي د وطن پرستو،،خطاب وکړ

ښاغلي ټرمپ دغې کلیزې ته د یکشنبې په ورځ د نیو جرسي په ایالت کې هم اشاره وکړه چیري چې هغه د فیفا د نړیوال کلب د فوټبال په پای لوبه کې اشتراک وکړ.

ښاغلي ټرمپ وویل چې ،، زه خپله وظیفه لرم چې باید ترسره یې کړم او په دې مسایلو ډیر فکر نه کوم خو د ولسمشر توګه دنده یو څه خطرناکه وي.،،.

په عین حال کې د امریکا د سنا غړي چک ګرسلي چې د سنا د قضایې چارو د کمیټې مشري کوي د شنبې په ورځ یوه بیانیه خپره کړې چې په کښي د هغه ریپوټ موندنو ته اشاره شوې چې نوموي د برید څخه وروسته د مخفي خدماتو د ادارې د ناکامیوو په هکله سفارش کړی و چې ارزونه وشي او دا معلومه شي چې څنګه ددغې ادارې ناکامي پر ولسمشر باندې د برید سبب شوه.

ښاغلي ګرسلي وویل چې،، د حکومت د باسخاس د ادارې یا (جي اې او) ریپوټ ښيي چې د امریکا د مخفي خدماتو ادارې په پلان ګدازۍ کې غلطۍ وې ، منابعې یې غلطې لګولې وې، د تعلیم و تربیې په برخه کې یې کمبودۍ لرلې او دغه راز د مخابراتو په برخه کې یې ناکامۍ درلودې چې دا ټول په ګډه د یوې داسې فضا د رامنځ ته کېدو سبب شو چې په نتیجه کې یې د ټامس متیو کروکس په نامه یو کس په دې وتوانیدی چې پر ولسمشر باندې نږدې مرګونی برید وکړي او د غونډې یو بل ګډونوال ووژني.،،

شاغلي ګرسلي د یادشوي ریپوټ موندنو ته په اشارې سره وویل چې ،، یو کال مخکي څو بد تصمیمونه او د بیروکراسۍ بندیشونه د امریکا په سیاسي تاریخ کې د یوې حیرانونکې شیبې سبب شول… آمریکایان باید شکرګذاره واوسي چې ولسمشر ددې برید څخه بچ شو او بالاخره د ولسمشر په توګه بیا انتخاب شو چې زمونږ په هیواد کې تعقل بیا اعاده کړي.،،

ګراسلي وویل چې د (جې اې) او ریپوټ ،،د راتلوکې دپاره چې مخفقي خدمات باید څه وکړي د روښانې لارې سفارش کوي چې څنګه خپل په فعالیتونو کې وده راولي او پرې نږدې چې د بټلر د سیمې برید بیا هیڅ کله تکرار شي.،،

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG