د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د باسکتبال اتل سره د ترمپ لفظي شخړه


ولسمشر ترمپ په اوهایو ایالت کې د جمهوري غوښتونکي سناتور لپاره کمپاین وکړ.
ولسمشر ترمپ په اوهایو ایالت کې د جمهوري غوښتونکي سناتور لپاره کمپاین وکړ.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ شنبې په ورځ (اگست ۴) د اوهایو ایالت په کولمبس ښار په یوې لیسې کې د جمهوري غوښتونکي سناتور تروئ بالدرسن ملاتړ وکړ او د هغه د سترې بریا وړاندوینه یې وکړه.

بالدرسن به د راتلونکې سې شنبې په ورځ د اوهایو له ایالت څخه د کانگرس د یوې تشې څوکۍ لپاره په ځانگړو انتخاباتو کې ودریږي.

خو ولسمشر دغه وړاندوینه د اوهایو ایالت د باسکتبال د ستوري لیبرون جمیز سره د لفظي شخړې نه څه کم ٢۴ ساعته وروسته وکړه چې په امریکایي رسنیو کې یې پراخ بحثونه راپارولي دي.

ولسمشر په یوه تویت کې د باسکتبال د ستوري لیبرون جیمز ته لیکلي؛

"تر ټولو احمق نطاق، دان لیمون د لیبرون جیمز سره مرکه وکړه. هغه لیبرون هوښیار ښکاره کړ چې اسانه کار نه دی."

ولسمشر زیاته کړه چې "زما مایک خوښ دی" چې ظاهراً د باسکتبال یو بل امریکایی مشهور لوبغاړي مایکل جوردن ته یې اشاره وه.

تیره اونۍ جمیز د سي ان ان د خبري رسنۍ دان لیمون سره د یوه ښوونځي په اړه، چې هغه له خطر سره د مخامخ شویو ماشومانو لپاره په خپل ټاټوپي اکرون کې جوړوي، خبرې وکړې.

جیمز په مرکه کې ولسمشر په دې تورن کړی و چې د سپورت نه په استفادې سره د امریکایانو ترمنځ نفاق اچوي. د ښاغلي جمیز په وینا سپورت تل خلک سره یوځای کوي.

د ولسمشر پلویان د دغه ډول احساساتو هرکلی نه کوي. د ترمپ ځیني پلویان وایي چې لیبرون جمیز باید "خپله شخصي نظریه له ځانه سره وساتي."

او د سي ان ان نطاق ډان لیمون په ځواب کې په یوه تویت کې د ولسمشر د مهاجرت په پالیسۍ نیوکه کړې ده.

"څوک تقلبي دی؟ یو داسې کس چې ماشومانو ته ښونځی جوړوي که داسې کس چې ماشومان په قفس کې اچوي؟"

هغه پخپل تویت کې د بي بست هشتگ BeBest# اضافه کړی چې اشاره یې د لومړۍ میرمنې کمپیان ته وه چې د زورگوي خلاف یی پیل کړی دی.

میلانیا ترمپ په یو خپور شوي بیان کې بیا لیبرون جمیز ستایلی او ویلي دي؛

"داسې بریښي چې لیبرون جمیز د راتلونکي نسل په استازیتوب ښه کارونه کوي."

په بیان کې لومړۍ میرمن ژمنه کړې چې د اکرون ښونځي لیدو ته به لاړه شي.

XS
SM
MD
LG