د لاس رسي وړ اتصالات

"د ټرمپ لفظي حملې د مطبوعاتو ضد تشدد پارولی شي"


د ملگرو ملتونو د وینا د ازادۍ لپاره خاص استاځي د پنجشنبې په ورځ ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مطبوعاتو لفظي بریدونه کولی شي د خبریالانو ضد تشدد وپاروي.

ډیوډ کای او د امریکا د بشري حقونو په کمیسیون کې د بیان د ازادۍ استاځي ایډیسن لانزا یو گډه اعلامیه خپره کړیده چې په هغې کې یې د ولسمشر ټرمپ په مطبوعاتو لفظي حملې د بیان د ازادۍ د اساسي اقدارو خلاف دي.

دغه اعلامیه لیکي "دا حملې د امریکا د هغه ملي فریضې ضد عمل دی چې د وینا د ازادۍ او د بشر د حقونو د نړیوالو قوانینو ضمانت کوي"

اعلامیه زیاتوي چې مونږ په خاصه توگه د خبریالانو د خوندیتوب لپاره اندیښمن یو ځکه دا ډول لفظي حملی په هغوي د تشدد امکانات زیاتوي.

تیره اونۍ د سي این این ټلویژون په سپینې ماڼۍ تور لگولی و چې د هغوي یو خبریال یې خبري غونډې ته نه و پریښودی.

د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اکثر مطبوعاتو ته بد رد وایي او د "جعلي خبرونه" لقب یې ورته ورکړیدی.

په اعلامیه کې د حکومت نه دا هم غوښتل شوې چې په خبریالانو دې د خپلو منابعو د ښکاره کولو لپاره فشار نه اچوي.

XS
SM
MD
LG