د لاس رسي وړ اتصالات

له تجارت نه سیاست ته- د دانلد ترمپ سفر


دانلد ترمپ په نیویارک ښار کې زیږدلی او د جیمکا ایسیت په نوم یو شتمن گاونډ کې لوی شوی. هغه د خپل مور او پلار څلورم اولاد و. پلار یې فرد ترمپ د جایداد اخیستو په کارو بار کې مصروفه وو.

سیاسي ارواح پوه بارت روزې د دونالد ترمپ په هکله وایي"پلار یې یو دیکتاتور، د توقع ډک او امر صفته سړی و. ښکاره خبره ده چې هغه دغه خصلتونه له خپل پلار نه په ارث اخیستي."

دانلد ترمپ په کال ١٩٦٨ کې د وارتن معتبره پوهنتنون څخه د اقتصاد په برخې کې فارغ شو. وروسته بیا د خپل پلار سره د نیویارک ښار په کوینز او بروکلین سیمو کې په ساختماني پرژو باندې بوخت شو.

د جورج واشنگتن پوهنتون د سوداگرۍ برخې څخه کرستوفر لاینبرگر وایي

"په ټوله امریکا کې تر اوسه پورې نیویارک د جایدادونو په اخیستو او خرڅلاو کې لوی بازار لري چې هغه پکې یو متوسط سوداگر بلل کیدو او هغه خلک چې ورته د باندې نه لیدل ویل به یې چې هغه په متوسطه کچه بریالی دی. هغه بریا او ناکامۍ درلودې."

په اویایمې لسیزې کې د امریکا د د عدلیې وزارت د ترمپ سازمان د کور ورکونې له قانون څخه په سرغړونې تورن کړ. ځکه چې هغه خپلو ودانیو کې اقلیتونو ته د کور د کرایه ورکولو نه ډډه کوله. خو هغه دا قضیه د محکمې نه دباندې حل کړه.

وروسته بیا ترمپ یو دیوالي شوی هوتل د نیویارک د اورگاډي تمځای ته نږدې واخیست، څه باندې اویا میلیونه دالره یې پور واخیستل او مالیاتي مرستې یې د گرند هایت په نوم د نوي هوتل لپاره په نغدو پیسو بدلې کړې.

د ترمپ برج ودانۍ
د ترمپ برج ودانۍ

ښایي ترمپ په نیویارک ښار کې د ترمپ د برج لپاره چې ٢٠٠ میلیونه ډالر ارزښت لري مشهوره وي چې ډیر ښه سمبال دی او گلابي مرمر پکې کارول شوي دي. دا ودانۍ شپږ پوړیزه دهلیز لري، پخپله ودانۍ ٥٨ پوړه ده او د ١٨ میترو په جگوالي ځړوبی لري.

ترمپ د نیوجرسی ایالت په اتلانتییک سیتی کې د قمارخانو په درلودو هم شهرت لري. د ترمپ پلازا، ترمپ کسل او تاج محل ای شاوخوا یو میلیارد ډالر ارزش لري خو په دې ټولو سره بیا هم دیوالي شو.

او په ١٩٩٠ کې د ترمپ د دارایو قیمت له یو اعشاره اوه میلیارد ډالرو نه ٥٠٠ میلونو ډالرو ته را ښکته شو.

د دانلد ترمپ کورنۍ
د دانلد ترمپ کورنۍ

دانلد ترمپ درې ځلي واده کړی. خپلې لومړۍ میرمن ایوانا نه درې ماشومان لري چې وروسته یې بیا طلاقه کړه او د مارلا مپلس سره یې واده وکړ خو هغه یې هم طلاقه کړه. ترمپ په کال ٢٠٠٥ کې د سلوانیایي مدلې میلانیا سره واده وکړ.

د اپرینتز په نوم یو تلویزوني حقیقي خپرونه د ترمپ نه ستورې جوړ کړ. په دې خپرونه کې گډون کوونکو د ترمپ په ودانیو کې د مدیریت د مقام لپاره سیالي کوله.

ترمپ له دې خپرونې نه څه پاسه ٢٠٠ میلونه ډالره ترلاسه کړ

دانلد ترمپ د لومړي ځل لپاره د اتیایمې لسیزې په پای کې د سیاست سره علاقه وښودله. اول د اصلاحاتو گوند کې و بیا د دموکرات گوند غړیتوب یې تر لاسه کړ او بیا خپلواکی شو. هغه په 2012 کال کې ځان جمهوري غوښتونکی وښودو چې په پای کې یې اعلان یې وکړ

په رسمي ډول د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په ټاکنو کې برخه اخلي او خپل هیواد بیرته با عظمته کړي.

ترمپ د انتخاباتي کمپاین په لړ کې د جنجالي څرگندونو لپاره ټولو وپیژندو.

ترمپ په خپلې یوې وینا کې وویل "کله چې مکسیکو دلته خپل خلک لیږي، تر ټول غوره خلک نه لیږي، هغوی تاسو نه لیږي. مکیسیکو هغه کسان لیږي چې ستونزې لري څو مونږ ته ستونزې پیدا کړي. هغوي مخدره مواد، او جرم له ځانه سره راوړي. هغوي جنسي تیري کوونکي دي، فکر کوم ځیني ښه خلک هم پکې شته."

د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ د هغه د دیوال جوړونې خبره ډیره جنجالي شوه. او د هغه خبرو جنجال هغه مهال زیات شو چې د کلیفورنیا ایالت کې د یو مسلمان ښځه او میړه له خوا په ډزو کې څو تنه ووژل شول او دانلد ترمپ امریکا ته د مسلمانانو راتگ باندې د بندیز غوښتنه وکړه. خو بیا هم د هغه د پلویان شمیر کم نشو.

د اخلاقو و عامه پالسۍ له څیړنیز مرکز څخه هنري اولسن د دې دلیل داسې په گوته کوي.

"هغه خلک چې ورته رایه ورکوي داسې انگیري چې په تیرو ١٥-٢٠ کلونو په ترڅ کې د د دواړو، جمهوري غوښتونکي او دموکرات گوند له خوا له پامه غورځول شوي دي. او اوس بلاخره یو داسې څوک گوري چې وایي د تاسو سره یم."

ترمپ یو سوداگر دی چې هیځ سیاسي تجربه نلري خو بیا هم گوند یې هغه د جمهوري ریاست د نوماند په توگه ټاکلی چې د امریکا په عصري سیاست کې یوه بیساري پدیده ده.

شاید هیڅوک دومره رای اچونکي نه وي حق حیران کړي لکه دونالد ترمپ چې کړي دي.

امریکائیان موافق دي چې په سیاسي کړۍ کې د غیر معموله جمهوري غوښتونکي دانلد ترمپ او د بهرنیو چارو پخوانۍ وزېر او د امریکا د پخوانۍ لومړۍ میرمنې په وړاندې سیالي به یوه بې ساري سیالي وي.

XS
SM
MD
LG