د لاس رسي وړ اتصالات

په غزې کې د سولې د ټېنګښت لپاره د ۱۷ میلیارد ډالرو ژمنه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۹) د سولې بورډ د افتتاحیې غونډې مشري وکړه.

د سولې بورډ په افتتاحیه غونډه کې چې د ۴۷ هېوادونو او اروپایي ټولنې د استازو په ګډون په واشنګټن کې د ډونالډ جې. ټرمپ د سولې په انستیتوت کې جوړه شوې وه، ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې متحده ایالتونه به د سولې له بورډ سره ۱۰ میلیارد ډالر مرسته وکړي.

ډونالډ ټرمپ وویل: "زه غواړم تاسو ته خبر درکړم چې متحده ایالتونه به د سولې بورډ ته ۱۰ میلیارد ډالر مرسته ورکړي... دا شمېر د جګړې د لګښت په پرتله ډېره کم دی."

د دې پورډ نهو نورو بنسټ ایښودونکو هیوادونو د غزې د بیارغونې د ماموریت لپاره د اوو میلیارد ډالرو ژمنه کړې ده.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې د بورډ غړي به د غزې د خلکو، د منځني ختیځ او ټولې نړۍ د روښانه راتلونکي د یقیني کولو لپاره په ګډه کار وکړي.

ټرمپ وویل: "دې ته د سولې پورډ وایي – موخه یې سوله ده – دا (سوله) یو اسان ټکی دی، خو رامنخته کول یې ګران کار دی. خو موږ به یې رامنځ ته کړو."

ډونالډ ټرمپ د سولې بورډ یو له ترټولو مهم او پایله لرونکی کار وباله چې د متحدو ایالتونو د ولسمشر په وینا هغه په کې د واک او اعتبار له پلوه ونډه اخیستې ده.

ټرمپ هغه "نه ستړې کېدونکې ډیپلوماسي" وستایله چې د اوربند تړون او د ټولو یرغمل شویو - ژوندیو او مړو - خوشې کیدو لامل شوه، او د غزې د سولې په اړه یې د حماس ترهګرې ډلې ته خبرداری ورکړ.

ولسمشر ټرمپ وویل: "په غزې کې جګړه پای ته رسېدلې. خو د جګړې لږ اور موجود دی. حماس... فکر کوم چې هغوی به له خپلو وسلو لاس واخلي، دوی یې ژمنه کړې وه. که دا کار ونه کړي، له سختې مقابلې سره به مخ شي."

ډونالډ ټرمپ زیاته کړه چې په منځني ختیځ کې د سولې د ټینګښت لپاره، ایران هم باید له متحدو ایالتونو سره یوه هوکړه وکړي او د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې پرېږدي.

د ټرمپ په وینا: "موږ له ایران سره یو څه کار لرو. دوی اټومي وسلې نشي لرلی. دا ډېره ساده خبره ده. که دوی اټومي وسلې ولري، نو په منځني ختیځ کې سوله نشي کېدای."

د متحدو ایالتونو د پوځ یو چارواکی چې د غزې لپاره د نړیوال ثبات ځواک د جوړېدو څارنه کوي، وویل چې د سولې بورډ پنځه غړي (البانیا، اندونیزیا، قزاقستان، کووسوو او مراکش) به د دې ځواک لپاره سرتېري ورکړي.

ټرمپ دا هم وویل چې د فوټبال نړېواله اداره (فیفا) به په غزې کې د فوټبال اړوندو پروژو لپاره ۷۵ میلیون ډالر راټول کړي.

ټرمپ د جنورۍ په ۲۲ نېټه د سویس په داووس ښار کې د سولې بورډ د خپل هغه پلان د یوې برخې په توګه تاسیس کړ چې تېر سپټمبر یې د غزې سولې لپاره وړاندیز کړی و. ډونالډ ټرمپ وویل چې د سولې بورډ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د نورو شخړو د حل لپاره کار وکړي.

ټرمپ وویل چې د سولې بورډ به د ملګرو ملتونو سره "له مالي پلوه" مرسته وکړي که د هغه په وینا دوی مرستې ته اړتیا ولري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG