د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ریاض پر نړیوال هوایي ډګر د حوثیانو وروستی برید یو "ډاروونکی" عمل بللی دی.
د شنبې ورځې [اکټوبر ۱۰مه] له برید څو شېبې وروسته، ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې وویل چې هغه به د سعودي عربستان سره د حوثيانو پر وړاندې په دفاع کې د متحدو ایالتونو د ګډون په اړه غور وکړي.
د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر د برید له امله د یوه امریکايي وګړي په شمول، ۱۲ کسان وژل شوي او څه باندې ۳۰۰ کسان ټپیان شوي دي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم پر دغه نړیوال هوایي ډګر د حوثیانو برید په کلکه وغانده او دا یې د ملکي وګړو پر وړاندې "ښکاره بې پروایي" وبلله.
د یمن حوثیانو د یکشنبې په ورځ [اکټوبر ۱۱مه] هوایي شرکتونو، مسافرو او د هوایي ډګر مامورینو ته خبرداری ورکړ چې د سعودي عربستان هوایي ډګرونو ته رانږدې نشي.
د سعودي عربستان پر هوایي ډګرونو، پوځي تاسیساتو او د تیلو پر زیربناوو د حوثیانو بریدونه له هغې وروسته زیات شول چې د ریاض په مشرۍ ائتلاف د حوثیانو پر وړاندې پراخ پوځي عملیات پیل کړل.
سعودي عربستان او د ایران له ملاتړ څخه برخمن حوثیان له ۲۰۱۵ کال راهیسې په جګړه کې دي.
د ۲۰۲۲ کال د اوربند له اعلان وروسته په شخړو کې یو څه نرمي راغلې وه، خو د سږ کال په جولای کې د جګړې له بیا پیل کېدو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی دی.
فورم \ دبحث خونه