د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې کاناډا غواړي د امریکا د یوه ایالت په توګه ګټې ترلاسه کړي پرته لدې چې د هېواد یو ایالت وي.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ [اګست ۲۳مه] د ټروت سوشیل په ټولنیزې پاڼې کې لیکلي چې کاناډا له ډېرې مودې راهیسې پر امریکايي بزګرانو خورا ډېرې تعرفې لګولې دي.
ولسمشر ټرمپ زیاته کړې: "کاناډا پرته لدې چې یو ایالت وي، غواړي د یو ایالت له ګټو څخه برخمنه شي!!!"
د متحدو ایالتونو او کاناډا ترمنځ د تعرفو پر سر د شخړو له زیاتېدو وروسته، ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا د متحدو ایالتونو سره د کاناډا د یوځای کولو بحث ته اشاره کړې ده.
ولسمشر ټرمپ په وار وار له کاناډا څخه غوښتي چې که غواړي د واشنګټن له امتیازاتو څخه برخمنه شي نو د متحدو ایالتونو ۵۱م ایالت شي.
تردې مخکې، امریکايي چارواکو له کاناډايي مرکچیانو سره په یوې سوداګریزې هوکړې د خبرو اترو د ناکامېدو خبر ورکړی و.
د امریکا د سوداګرۍ استازي جیمسن ګریر د شنبې په ورځ (اګست ۲۲) د اېکس په ټولنیزې شبکې کې د یو پيغام په خپرولو سره ولیکل چې "کانادا د دې اونۍ په پیل کې د منل شویو شرایطو له مخې د سوداګریزې هوکړې له منلو څخه ډډه وکړه."
د هغو کاناډايي توکو ارزښت چې متحدو ایالتونو پرې تازه اضافي ۵۰ سلنه تعرفې لګولې دي، شاوخوا ۲۰ میلیارده ډالرو ته رسېږي.
د مذاکراتو تر ناکامېدو وروسته، د کاناډا لومړي وزیر د شنبې په ورځ [اګست ۲۲مه] یوې خبرې غونډې ته وویل چې دوي به هم د امریکا پر ځینو سوداګریزو توکو تعرفې ولګوي.
کارني خبریالانو ته وویل: "کاناډا به د خپلو کارګرانو، بزګرانو، کورنیو او سوداګریو د ساتنې لپاره د واشنګټن نوې تعرفې ډالر په ډالر بېرته تطبیق کړي."
د سوداګرۍ استازي جیمیسن ګریر دا پرېکړه "د کاناډا لپاره له متحدو ایالتونو سره د ملګرتیا له لاسه وتلی فرصت" وباله او ویې ویل چې له کاناډا سره نوي مذاکرات په پام کې نشته.
فورم \ دبحث خونه