د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د امریکا د ۲۵۰ مې کلیزې لمانځل د ایوا په ایالت کې پیل کړل او د خپلې وینا په ترڅ کې یې د امریکا د ملي بیرته راپورته کېدو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د امریکا دا بیرته راپورته کېده "بې نظیره دي او زمونږ د تاریخ یو له ترټولو غټو مراسمو په دوران کې ترسره کېږي."
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د جولای میاشتې ۳ مه (د سرطان ۱۲) نیټه د امریکا د خپلواکۍ د ۲۴۹مه کلیزې په ماښام چې د آیوا ایالت په مرکز ډي موین کې د په نندارتون کې یوې لویې غونډې ته وینا وکړه.
ټرمپ وویل: "دقیق د یوه کال په موده کې، به موږ د امریکا د تاسیس ۲۵۰مه کلیزه د داسې مراسمو سره ولمانځو چې تاسو یې مخکې ساری نه وي لیدلی."
هغه وویل چې هغه په آیوا کې د جشن پیل کوي ترڅو هغه ژمنه پوره کړي چې دوه کاله دمخه یې کړې وه چې دا ویاړ هغه ایالت ته ورکړي چې "له پیل څخه زما سره دی"، دا په آیوا کې د ولسمشر ټرمپ هغو بریاوو ته اشاره ده چې په دریو ولسمشریزو ټاکنو ۲۰۱۶، ۲۰۲۰ او ۲۰۲۴کې د دغه ایالت رایې ګټلې وې.
په آیوا کې په ولسمشریزو ټاکنو کې هغه ته د ملاتړ د درناوي له امله خلکو د"امریکا، امریکا" شعارونه ورکول.
ټرمپ په خپله وینا کې د کورني او بهرني سیاست لاسته راوړنې د ملي ویښتیا د مثال په توګه یادې کړې چې د هغه په وینا د ولسمشرۍ په توګه د هغه د دوهمې پنځه میاشتنۍ دورې په جریان کې رامنځته شوې.
ټرمپ وویل: "د زوکړې ورځې دپاره د هغې حیرانونکې بریا څخه غوره ډالۍ نه شي کېدای چې موږ فقط څو ساعته مخکې ترلاسه کړه ، کانګرس د امریکا د کلنۍ بودیجې لایحه تصویب کړه چې امریکا بیا با عظمته کړي."
هغه د پنجشنبې په سهار د استازو جرګې لخوا د هغه لایحې تصویب ته اشاره کوله چې د هغه د ۲۰۱۷ کال د مالیاتوکمښت به دایمي کړي، د امریکایانو لپاره به د مالیاتو نور ډولونه کم کړي او د مالیاتو او لګښتونو د نورو اقداماتو په منځ کې به د سرحدي امنیت لګښتونه زیات کړي.
دا لایحه، چې د دې اونۍ په پیل کې د سنا لخوا تصویب شوه، دجمعې په ورځ به د ټرمپ میز ته د لاسلیک لپاره ولیږل شي.
ټرمپ د ټیټ انفلاسیون، د ونډو د بې ساري لوړ بازار او د مکسیکو سره د امریکا سویلي پولې په اوږدو کې دغیرقانوني مهاجرت کې چټک کموالي په ګډون نورو کورني لاسته راوړنو ته اشاره وکړه.
ولسمشر وویل: "په کلونو کې دلومړي ځل لپاره، د جولای په څلورمه، اقتصاد وده کوي، عایدات لوړیږي، معاشونه لوړیږي، بیې راټیټیږي. "موږ [زما] د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې په تاریخ کې ترټولو لوی اقتصاد درلود. دا دوره به هغې دورې ته ماته ورکړي."
د بهرنۍ پالیسۍ په اړه، ټرمپ د هند او پاکستان، سربیا او کوسوو، او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او روانډاترمنځ د شخړو د پای ته رسولو لپاره د منځګړیتوب په برخه کې د خپلې ادارې بریالیتوب په ګوته کړ.
هغه د جون په۲۲مه د هغه پوځي برید ستاینه هم وکړه چې د امریکا د دښمن، ایران په اټومي تاسیساتو یې امر کړی و، چې موخه یې د اټومي وسلو د جوړولو وړتیا ته د نږدې کیدو څخه د اسلامي جمهوریت [ایران] مخنیوی و.
ټرمپ د هغو پوځي کارکونکو ستاینه وکړه چې دا ماموریت یې ترسره کړ، او ویې ویل، "دغو خلکو زموږ د هیواد په تاریخ کې یو له لویو پوځي بریدونو او مانورونو څخه ترسره کړ."
د امریکا د دفاع وزارت د ارزونې له مخې، دې برید د ایران درې اټومي تاسیسات ویجاړ کړل، چې د ایران د اټومي بم جوړولو وړتیا یې له یو څخه تر دوو کلونو پورې شاته واچوله.
ټرمپ د راتلونکي کال لپاره پلان شوي د امریکا ۲۵۰ مې کلیزې د لمانځلو ځینو لویو مراسمو ته هم اشاره وکړه.
هغه وویل چې د امریکا لویه دولتي میله به د هیواد په ګوټ ګوټ کې ترسره شي، چې دغه میله د آیوا ایالت څخه پیل شوې او په راتلونکي دوبي کې به په واشنګټن کې د "ستر وطنپالنې جشن" سره پای ته ورسیږي، چې د ټولو ۵۰ ایالتونو نندارتونونه به پکې شامل وي.
ولسمشر ټرمپ د ځینو نورو مراسمو یادونه هم وکړه چې پکې د لیسې د اتلولی سیالۍ چې پتریوت ګیم په نوم یادیږي، د امریکایی اتلانو د ملي باغ پرانیستل چې د سترو امریکایانو مجسمې پکې ایښودل کیږي، شاملې دي او د الټیمیټ فایټینګ اتلولۍ (UFC) مخلوط رزمي لوبې دي چې د سپینې ماڼۍ په انګړ کې ترسره کیږي چې څه باندې شل زره نندارچیان نندارې ته یې راځي.
فورم \ دبحث خونه