د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې پلان لري د کولمبیا له کیڼ اړخي مشر ګوستاو پیټرو سره وګوري.
ټرمپ دا خبره د دواړو مشرانو ترمنځ د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ په ۸مه د تیلیفوني خبرو اترو وروسته کړې.
ټرمپ له پټرو سره په داسې حال کې د لیدو پلان لري چې د مخدره توکو د قاچاق او په وېنزویلا کې د وروستیو تحولاتو په سر چې امریکایي ځواکونو د جنوري په درېیمه نیټه د هیواد دیکتاتور نیکولاس مادورو ونیو، د دواړو هیوادونو اړیکې ترینګلې شوي دي.
ټرمپ پخپلې ټولنیزې رسنۍ تروت سوشل کې په یوه پوسټ کې لیکلي، "ویاړم چې د کولمبیا له ولسمشر ګوستاوو پیټرو سره مې د مخدره توکو د وضعیت او نورو اختلافاتو په اړه خبرې وشوې."
"زه د هغه د تیلفوني تماس او د خبرو د لهجې ستاینه کوم او په نږدې راتلونکي کې د هغه سره د لیدو لپاره سترګې په لار یم."
ټرمپ وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کولمبیا د بهرنیو چارو وزیرې روزا ویلاویسینسیو ترمنځ د ترتیباتو لپاره تماس روان دي.
ټرمپ وویل چې د کولمبیا د ولسمشر سره دا لیدنه به په واشنګټن کې په سپینه ماڼۍ کې تر سره شي.
د کولمبیا د بهرنیو چارو وزیرې ویلي دي چې هغه پلان لري چې په راتلونکو ورځو کې له روبیو سره وګوري چې د ټرمپ-پیټرو د غونډې جزئیات نهایی کړي.
په متحدو ایالتونو کې د کولمبیا سفارت هم د "نظرونو د تبادلې د محدودې لهجې" هرکلی وکړ او ویې ویل چې بوګوټا "د متحدو ایالتونو سره پرانیستې ډیالوګ او رغنده ښکیلتیا" ته ژمنه ده.
کولمبیا په وېنزویلا کې د امریکا په هغو عملیاتو نیوکه کړې چې د دې هیواد پخوانی مشر په کې ونیول شو، چې په متحدو ایالتونو کې د مخدره توکو د قاچاق او وسلو په تورونو محاکمه کېږي.
ټرمپ په وېنزویلا کې د شنبې د ورځې د عملیاتو وروسته پیټرو ته سخت خبرداری ورکړ.
ولسمشر ټرمپ د یوه خبریال د پوښتنو په ځواب کې وویل: "هغه د کوکاینو فابریکې لري، هغه داسې فابریکې لري چې پکې کوکاین تولیدوي."
ټرمپ وویل: "هغه کوکاین تولیدوي او بیا یې متحدو ایالتونو ته لیږي، اوس نو ځان ټینګ کړه."
د امریکا د مالیې وزارت تېر کال اکتوبر کې په پیټرو باندې چې په ۲۰۲۲ کال کې واک ته رسیدلی و، د هغه د میرمنې او زوی په ګډون د هغه د ملاتړ پر شبکې د مخدره توکو د قاچاق په تور بندیز ولګاوه.
د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ په هغه وخت کې ویلي و: "له هغه وخت راهیسې چې ولسمشر ګوستاوو پیټرو واک ترلاسه کړ، په کولمبیا کې د کوکاینو تولید په لسیزو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی، چې امریکا یې ډوبه کړې او امریکایان یې مسموم کړي دي."
بیسنټ وویل: "ولسمشر پیټرو د مخدره توکو کارټلونو ته اجازه ورکړې چې وده وکړي او د هغوی د فعالیت مخه یې نه ده نیولې."
"نن ولسمشر ټرمپ زموږ د هیواد د ساتنې لپاره پرېکنده اقدام کوي او دا روښانه کوي چې موږ به خپل هیواد ته د مخدره توکو قاچاق ونه زغمو."
پیټرو د جنوري په پنځمه نیټه د مخدره توکو په قاچاق کې هر ډول لاس لرل رد کړل.
د کولمبیا ولسمشر د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یوه پوسټ کې ولیکل: "زه نه نا مشروع یم او نه هم د مخدره توکو سوداګر یم."
"زما یوازېنی جایداد زما د اوسیدو کور دی، چې زه یې لاهم د خپل معاش سره تادیه کوم. زما د بانک حسابونه خپاره شوي دي. هیڅوک نشي ویلای چې ما له خپل معاش څخه ډیر مصرف کړی وي. زه حریص نه یم."
فورم \ دبحث خونه