د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د جاپان لومړۍ وزیرې، سانایې تاکایچي، ته د یکشنبې په ورځ په پارلماني ټاکنو کې د لویې بریا مبارکي ورکړه.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» کې د جاپان د لیبرال دیموکرات ګوند مشره تاکایچي «ډېره درنه او خورا محبوبه مشره» وبلله او ویې ویل چې د ټاکنو د تر سره کیدو لپاره د هغې «له زړورتیا ډکه او هوښیاره پرېکړه، د ستاینې وړ ده چې غوره پایله یی هم درلودله».
ټرمپ زیاته کړه: «د هغې ګوند اوس مقننه قوه پر مخ وړي او دوه پر درېیمې برخې تاریخي اکثریت لري. دا د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې لومړی ځل دی. سانایې: دا زما لپاره ویاړ و چې ستا او ستا د ائتلاف ملاتړ مې وکړ. زه د ځواک له لارې د سولې د اجنډا په پلي کولو کې تاسو ته د لا لوی بریالیتوب هیله کوم.»
لومړۍ وزیرې تاکایچي د اېکس په ټولنیزې شبکې کې ولیکل: «زه د ولسمشر ډونالډ جې. ټرمپ د مهربانۍ نه ډکو الفاظو څخه د زړه له کومې مننه کوم. زه را روان پسرلي کې سپینې ماڼۍ ته د سفر او د جاپان او امریکا د ائتلاف د لا پیاوړتیا لپاره د ګډ کار دوام ته سترګې په لاره یمه.»
د یکشنبې د رایو وروستي اټکلونه ښيي چې د لومړۍ وزیرې ګوند په یوازې ځان د پارلمان په ۴۶۵ کسیزې ملي شورا کې لږ تر لږه ۳۱۶ څوکۍ ګټلې دي.
د جاپان د نوښت په نوم ددوي متحد ګوند هم ۳۶ څوکۍ ترلاسه کړې، چې له دې سره د واکمن ائتلاف ټولې څوکۍ لږ تر لږه ۳۵۲ ته رسېږي.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې جمهوري غوښتونکي ګوند اکثریت غړو هم تاکایچي ته مبارکي ورکړه او د «ایکس» په ټولنیزې شبکې کې یې لیکي: «د امریکا - جاپان ائتلاف پیاوړی ولاړ دی او په ګډه به د هند-ارام سمندر سیمه خوندي او د چین له یرغل څخه ازاده وساتي.»
فورم \ دبحث خونه