د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د افغانستان نه د زیاتو عسکرو په را ایستلو غور کوي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان نه د گڼ شمیر امریکایي عسکرو په را ایستلو غور کوي.

امریکایي چارواکو رویټرز ته ویلي دي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د افغانستان نه په گڼ شمیر عسکرو په بیرته را ایستلو باندې غور کوي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر ټرمپ په راتلونکي څو میاشتو کې ٧٠٠٠ عسکر د افغانستان نه راوباسي.

د امریکا ځینو چارواکو دغه څرگندونې په داسې وخت کې کړیدي چې ولسمشر ټرمپ یوه ورځ مخکې د سوریې نه د امریکایي عسکرو د بیرته را ایستلو اعلان وکړ.

د رویټرز خبري اژانس ته د امریکایي چارواکو د دغو څرگندونو نه لږ ساعت وروسته د امریکا د دفاع وزیر جیم میټس وویل چې هغه خپله دنده پریږدي ځکه چې ټرمپ داسې یو څوک د پنټاگان د ریئس په توگه وگماري چې هغه د ټرمپ سره یو شان فکر کوي.

ښاغلی میټس د سوریې نه د عسکرو د را ایستلو د پریکړې سره موافق ندی.

د یادونې وړ ده چې د سوریې نه د عسکرو د را ایستلو د پریکړې سره د امریکا ځینې متحدین هم موافق ندي.

پنټاگان د افغانستان په اړه د چارواکو په څرگندونو د تبصرې نه ډډه کړېده.

XS
SM
MD
LG