د لاس رسي وړ اتصالات

فیسبوک، اېپل او گوگل د ټرمپ د فرمان پرخلاف محکمې ته ولاړل


جمهور رئیس ټرمپ ټویټ وکړ چې که ددې خلکو د راتگ له امله په امریکا کې هر څه پیښ شول، مسؤلیت به یې د قاضي په غاړه وي.
جمهور رئیس ټرمپ ټویټ وکړ چې که ددې خلکو د راتگ له امله په امریکا کې هر څه پیښ شول، مسؤلیت به یې د قاضي په غاړه وي.

سل شرکتونو، دوو ایالتونو او دوه پخوانیو بهرنیو چارو وزیرانو د اوو هیوادونو څخه د خلکو پر راتگ د ټرمپ د فرمان پر ضد دلایل وړاندې کړي دي.

د پخوانیو بهرنیو چارو وزیرانو میدلین البریټ او جان کیري نن د دوشنبې په ورځ د محکمې لخوا د ټرمپ د فرمان د معطلولو پریکړه وستایله او هغه یې یو نامناسب، ناسنجول شوی او غیر واضح فرمان وبللو.

محکمې ته د بهرنیو چارو دپخوانیو وزیرانو په لیک کې راغلي دي "موږ دغه اجرائیوي فرمان د امریکا ملي امنیت ته د گټې پر ځای، د ملي امنیت په زیان بولو.

برعکس حکومت د جمهور رئیس ټرمپ فرمان د ملي امنیت د لا ټینگولو هڅه بللې ده.

بلخوا د ایپل، فیسبوک، گوگل، مایکروسافټ او ټویټر په گډون، د تکنالوجۍ ٩٧ شرکتونو د محکمې لخوا د ټرمپ د فرمان د معطلولو پریکړه وستایله او په لیکلي بڼه یې خپل دلایل د سان فرانسیسکو ابتدائیه محکمې ته وسپارل.

د امریکا د تکنالوژۍ شرکتونه ادعا کوي چې پر مهاجرینو د بندیز فرمان د امریکا تجراتي سکتور ته سخته صدمه رسوي.
د امریکا د تکنالوژۍ شرکتونه ادعا کوي چې پر مهاجرینو د بندیز فرمان د امریکا تجراتي سکتور ته سخته صدمه رسوي.

تیره اونۍ په واشنگټن ایالت کې د یوې ابتدائیه محکمې قاضي جیمز رابرټ د ټرمپ فرمان په موقت ډول وځنډولو او امریکا ته یې د لیبیا، ایران، عراق، سومالیا، سوډان، سوریې او یمن د خلکو پر راتگ بندیز لیري کړ.

حکومت د یکشنبې په ورځ په استناف محکمه کې د ابتدائیه محکمې پریکړه د هیواد په زیان وبلله، خو قاضي ته یې قناعت ورنکړ او د فرمان د معطلولو پریکړه پر ځای وبلل شوه.

محکمې ویلي دي چې که هر څوک د جمهور رئیس فرمان د تائید او ردولو دلایل لري، نن د دوشنبې تر پای پورې یې باید په لیکلي بڼه محکمې ته وسپاري.

قانوندانان اټکل کوي چې د مرافع د دریو قاضیانو هیئت به ډېر ژر خپله پریکړه اعلان کړي او داسي ښکاري چې له هغې وروسته به قضیه ډېر ژر د امریکا د متحده ایالاتو سترې محکمې ته راجع شي.

XS
SM
MD
LG