د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نیویارک د حملې په دریمه ورځ هم د دغې پیښې په هکله ټویټونو ته دوام وکړیدی. ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خپل ټویټر کې ولیکل چې د نیویارک د حمله کونکي سیف الله سیپاو محاکمه دې ژرترژره ترسره شي.
ښاغلي ټرمپ د یوې مطبوعاتي کانفرنس په دوران کې د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې هغه اماده دی چې دغه ٢٩ کلن ازبک مهاجر د ملکي محکمې نه د گوانتانامو . پوځي محکمې ته انتقال کړي. ټرمپ وویل "دی گتمو ته ولیږئ، زه به خامخا په دغه هم غور وکړم."
ښاغلي ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خپل ټویټر کې ولیکل
"زما خوښه ده چې زه د نیویارک حمله کونکی گوانتانامو ته ولیږم خو دا د امریکا د فیډرالي نظام د جریان نه زیات اوږد جریان دی."
ټرمپ وویل چې د ترهگر سیف الله په امریکا کې محاکمه کیدل زیات بهتره دي ځکه چې که په هغه په امریکا کې دغه تور ثابت شو نو د مرگ په سزا به محکوم شي.
د جمهوري غوښتونکي گوند ځینې غړي چې پکې د ټرمپ لوی څارنوال هم شامل دی، د ډونالډ ټرمپ سره په دی موافق ندي چې د سیف الله سره دې څه ډول چلند وشي.