د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ ټینګار لري چې ګرینلنډ د امریکا د ملي امنیت لپاره مهم دی


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ټینګار کوي چې هیواد یې د ملي امنیت د موخو لپاره ګرینلنډ ته اړتیا لري، او وايي چې د شمالي قطب دې ټاپو ته یې د لویزیانا والي، جیف لېنډري، د ځانګړي استازي په توګه نومولی چې "د دې کار مشري به وکړي."

ولسمشر د یکشنبې په ورځ لېنډري ګرینلنډ ته د خپل ځانګړي استازي په توګه ونومو او په ټروت سوشل کې یې ولیکل: "جیف پوهیږي چې ګرینلینډ زموږ ملي امنیت ته څومره مهم دی، او د خپلو متحدینو او په حقیقت کې د نړۍ د خوندیتوب، امنیت او بقا لپاره به زموږ د هیواد ګټې په کلکه پرمخ بوځي."

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ په فلوریډا کې د لېنډري په اړه وویل چې "هغه د معاملې سړی دی، هغه د معاملو جوړولو سړی دی. ... او موږ د ملي امنیت لپاره ګرینلینډ ته اړتیا لرو، او هغوی ډیر لږ نفوس لري."

ګرینلنډ چې له کانونو څخه بډایه دی، د ډنمارک یوه خپلواکه برخه ده، چې د دې ټاپو بهرنۍ او امنیتي پالیسي کنټرولوي. ټرمپ د دوشنبې په ورځ یادونه وکړه چې که څه هم ډنمارک هلته له اوږدې مودې راهیسې ده، "موږ یې باید ټول حل کړو."

ټرمپ وویل: "موږ ګرینلنډ د ملي امنیت لپاره غواړو، د کانونو لپاره نه – موږ د کانونو او تیلو لپاره ډېر ځایونه لرو. موږ د نړۍ له هر بل هیواد څخه ډېر تیل لرو. ... موږ ګرینلنډ د ملي امنیت لپاره غواړو، او که تاسو ګرینلنډ ته وګورئ، د سواحلو په اوږدو کې، تاسو به په هر ځای کې روسي او چینایي کښتۍ ووینئ. موږ دا د ملي امنیت لپاره غواړو، موږ باید دا ترلاسه کړو."

ډونالډ ټرمب د اګست په وروستیو کې وویل چې متحده ایالتونه کولی شي دا ستراتیژیک ټاپو وپېري. ولسمشر ټرمپ د مارچ په څلورمه د کانګرس ګډې غونډې ته په خپلو خبرو کې، وویل:"موږ ګرینلنډ ته د ملي امنیت او حتی نړیوال امنیت لپاره اړتیا لرو. ... په یو ډول یا بل، موږ به یې ترلاسه کړو."

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر، لارس لوکه راسموسن، د اګست په میاشت کې وویل چې "د [ډنمارک] د سلطنت په کورني چارو کې هر ډول مداخله به البته د منلو وړ نه وي."

د ډنمارک لومړۍ وزیرې، میټې فریډریکسن، د جولای په میاشت کې ګرینلنډ ته د خپل سفر پر مهال، متحدو ایالتونو ته یې وویل چې "تاسو نشئ کولی بل هېواد الحاق کړئ."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG