د لاس رسي وړ اتصالات

ترمپ د افغانستان لپاره ستراتیژۍ کې ښایي پر پاکستان فشار زیات کړي


د متحده ایالاتو پوځي او سیاسي چارواکي وایي د پاکستان سره پراخه همکاري غواړي
د متحده ایالاتو پوځي او سیاسي چارواکي وایي د پاکستان سره پراخه همکاري غواړي

یو شیمر امریکايي چارواکو د رویترز خبري اژانس ته د نوم د نه اخیستو په شرط ویلي چې ټرمپ به پاکستان اړ کړي څو د هغو تندلارو پر وړاندې جدي اقدام وکړي چې د پاکستان له خاورې پر افغانستان برید کوي.

دغه امریکایي چارواکو ویلي چې د پاکستان په وړاندې د جمهور رئیس ترمپ د حکومت د ممکنه غبرگونونو څخه چې پرې بحث کیږي، د امریکا د بې پیلوته الوتکو د عملیاتو ډیریدل، پاکستان ته د مرستو بندیدل او ښایي بلاخره د ناتو د یو مهم ملگري په توگه د پاکستان مقام ټیټیدل وي.

خو د متحده ایالاتو پوځي او سیاسي چارواکي وایي د پاکستان سره پراخه همکاري غواړي او کله چې د امریکا حکومت د افغانستان د شپاړس کلنې جگړې لپاره په سیمه ایزې ستراتیژۍ باندې غور کوي، نه غواړي د پاکستان سره اړیکې خرابې کړي.

د امریکا د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورد د دوشنبې په ورځ د واشنگتن په نشنل پرس کلب کې وویل چې پاکستان د افغانستان د امنیت لپاره ډیر مهم دی.

جنرال ډنفورډ زیاته کړه "دا باید یقني کړو چې د حقاني شبکه او طالبان په جنوبي اسیا کې امن پناه ځای ونلري، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحد امن کیدل ډير مهم دی. باید ډاډه شوو چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ موثره سیاسي او پوځي اړیکې موجودې اوسي. دا کیدای شي په بیلابیلو شیانو کې مونږ ته د بریالیتوب زمینه مساعده کړي."

خو تراوسه لا دقیق اقدام ندی شوی. سپینه ماڼۍ او پنتاگون د افغانستان د ستراتیژۍ په هکله تر هغې نغواړي څرگندونې وکړې چې په ستراتیژۍ غور پای ته نه وي رسیدلی.

په واشنگتن کې د پاکستان سفارت په دې اړه څه ندي ویلي. خو د پاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدري د دوشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چی په پاکستان کې د سولې لپاره دا ضرورې ده چې په افغانستان کې هم امن وي.

ځیني امریکایي چارواکي بیا خبرداری ورکوي چې د پاکستان لپاره د سمې تگلارې په اړه د امریکا په حکومت کې دننه اختلافات موجود دي چې ایا د امریکا تگلارې بدلون به پاکستان دې اړ کړي چې خپل چلند بدل کړي او کنه.

متحده ایالات نیت لري چې افغانستان ته نور عسکر ولیږي خو په ورته وخت کې منلې چې په افغانستان کې کامیابه ندي. جنرال ډنفورد وویل چې د عسکرو لیږلو په اړه پریکړه نده شوې.

"یوه پریکړه شوې چې جمهور رئیس د دفاع وزیر جیم مټیس ته صلاحیت ورکړی چې د عسکرو د شمیر په هکله پریکړه وکړي خو یوه مهمه خبره چې ممکن راپور ندی ورکړ شوی هغه دا ده چې د افغانستان لپاره د متیس پریکړه د جنوبي اسیا لپاره د یوې پراخې ستراتیژۍ په چوکات کې کیږي چې د جولای په نیمایي کې به جمهور رئیس ته وړاندې شي."

څیړونکي وایي په پاکستان کې میشت تندلارو باندې چې په افغانستان کې بریدونه کوي د ډیر فشار پرته، د اضافي امریکایي عسکرو لیږل به هم ناکامه شي.

بلخوا امریکايي سناتور جان مکېن د جمهور رئیس ټرمپ پر ادارې د دې لپاره انتقاد وکړ چې په افغانستان کې د بریالیتوب په خاطر د ستراتیژۍ په جوړولو کې پاتې راغلې ده.

ښاغلي مکین زیاته کړه"له شپاړس کلنې جګړې وروسته موږ د افغانستان په جګړه کې له ښکیل یو. بده دا ده چې موږ هېڅ ستراتیژي نه لرو چې ولاړ حالت پای ته ورسوي او کامیابه شو."

خو د کانګرس ځینو نورو غړیو د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه مثبته بللې چې دفاع وزیر جېمز متيس ته یې د افغانستان د ستراتیژۍ د جوړولو واک ورکړی دی

XS
SM
MD
LG