د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: افغان جګړه یوې اونۍ کې ګټی شم خو نه غواړم ۱۰ میلیون خلک ووژل شي


د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان سره د افغانستان د جګړې او د سولې په هکله خبرې وکړلې.

جمهور رئیس ټرمپ د عمران خان سره خبرو کې وویل چې د افغانستان جګړه یوې اونۍ کې هم خمتولی شي خو نه غواړي چې میلیونونه کسان ووژل شي.

ټرمپ په افغانستان کې د نړۍ تر ټولو د ستر غیر اټومي بم (د بمونو مور) کارول یادونه وکړله چې د ننګرهار په ولایت کې د داعش په مرکزونو واچول شو.

د امریکا جمهور رئیس وویل چې د همدا شان نورو بمونو په جوړولو کار روان و خو ټرمپ وویل چې " ما یې مخه ونیوله." جمهور رئیس ټرمپ همدرانګه وویل امریکا په افغانستان کې د ۱۹کالونو نه زیات وخت تیر کړی او اوس یې وخت راغلی چې د هغه هیواد نه ووځي.

ټرمپ وویل چې پاکستان د افغانستان نه زمونږ په وتلو کې همکاري کوي او زیاته یې کړه چې "ډیر ژر به د افغانستان په هکله ښه ځوابونه ولرو."

د پاکستان صدراعظم عمران پداسې وخت کې واشنګټن ته راغلی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي خلیلزاد ویلي دي چې د افغان سولې د اتم پړوا لپاره چمتوالی نیسي.

XS
SM
MD
LG