د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د کانګرس له دیموکراتو او جمهوري غوښتونکو مشرانو سره ګوري


دیموکرات مشران، نانسي پلوسي او چک شومر
دیموکرات مشران، نانسي پلوسي او چک شومر

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د چهار شنبې په ورځ ( جنوري ۲ ) د کانګرس دیموکرات او جمهوري غوښتونکي مشران سپینې ماڼۍ ته دعوت کړي او ټاکل شوېده دې قانون جوړونکو ته د سرحدونو د امنیتي وضعیت په اړه توضیحات ورکړل شي.

په دغه ملاقات کې چې نن غرمې وروسته په دریو بجو کیږي د سنا مجلس د جمهوري غوښتونکو مشر مچ مکانل په ګډون دوه وتلي دیموکراتان چک شومر او نانسي پلوسي هم ګډون کوي.

که څه هم د یادې غونډې دقیقه اجندا خپره شوې نده خو ویل کیږي چې په دې غونډه کې د امریکا د سرحدونو د امنیت په ځانګړې ډول له مکسیکو سره د ګډ سرحد په اړه جزیات وړاندې کیږي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې ټاکل شوېده د کانګرس راتلونکی تقنیني پړاو سبا پنجشنبې پیل شي او دیموکراتان به د مجلس اکثریت ترلاسه کړي.

دیموکراتانو وايي د حکومت بیرته پرانیستل یې د کارونو په لومړیتوب کې دی او دوه سندونه به تصویب کړي چې له مخې یې یو شمیر دولتي ادارو ته پیسې ورکړل شي څو خپل فعالیت پیل کړي، خو دوی په روښانه ویلي چې له مکسیکو سره به په سرحد کې د دیوال جوړیدو ته بودیجه تصویب نکړي.

خو سپینې ماڼۍ ویلي د دیموکراتانو پلان غیر موثر او ناکام دی او دا پلان به د سرحد د امنیت په تامین کې ناکام وي ځکه د نورو هیوادونو ګټې د خپلو وګړو تر ګټو مهمې بلل شوې دي.

د نن ورځې ملاقات په داسې حال کې کیږي چې نن د فدرال حکومت د تړل کیدو دولسمه ورځ ده.

US Border
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00

XS
SM
MD
LG