د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د ایران پوځیانو ته: که برید وکړئ نو بیساری او شدید ځواب به اخلئ

 د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ساعته وروسته له دې چې د علي خامنه‌اي د وژل کیدو خبر تائيد شو، د ايران د رژيم پوځي ځواکونه وګواښل چې که هر ډول بريد ترسره کړي، نو د امريکا د متحده ايالتونو له لوري به له لا ډېر سخت ځواب سره مخ شي.

ولسمشر ټرمپ د «ټروت سوشيل» په ټولنيزه شبکه کې په خپل پيغام کې وليکل:

«ايران تازه اعلان کړی چې نن به ډېر سخت بريد ترسره کړي، تر بل هر وخت سخت. خو غوره دا ده چې داسې کار ونه کړي، ځکه که دا کار وکړي، موږ به په د داسې قوت سره ځواب ورکړو چې تر دې مخکې هېڅکله نه دی ليدل شوی.»

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټيلیفون له لارې له سي‌بي‌اس نيوز شبکې سره په مرکه کې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې د علي خامنه‌اي له وژل کیدو وروسته څوک پرېکړه کوونکی دی، وويل:

«زه په دقيق ډول پوهېږم چې څوک دی، خو تاسو ته يې نه شم ويلای.»

ولسمشر ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا په ايران کې داسې څوک شته چې دی يې د

ايران د مشرتابه لپاره مناسب بولي، وويل:

«هو، زما په اند شته. څو ښه نوماندان موجود دي.»

د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر وويل چې د ده په باور د علي خامنه‌اي وژل کېدل کولی شي له ايران سره د ډيپلوماسۍ لپاره نوې لاره پرانيزي.

ډونالډ ټرمپ د شنبې ورځې د امريکا او اسرائيلو عمليات «د دې هېواد لپاره لويه ورځ او د نړۍ لپاره لويه ورځ» وبلله.

ولسمشر ټرمپ د ايران د رژيم د غچ اخيستونکي غبرګون کچه د امريکا او د هغې د متحدينو له اټکل څخه ټيټه وبلله او ويې ويل: «موږ فکر کاوه چې دا به تر دې دوه برابره وي.»

د شنبې سهار، د فبرورۍ په ۲۸مه، د امريکا او اسرائيلو له عملياتو وروسته، د يکشنبې په سهار د ايران دولتي رسنيو د ايران د مشر علي خامنه‌اي او د هغه د نږدې کسانو د وژل کېدو خبر اعلان کړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG