د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: ولسمشر ټرمپ به په نهایت کې د ایران د رژیم له راتلونکو مشرانو سره خبرې وکړي

سپینه ماڼۍ
سپینه ماڼۍ

سپینې ماڼۍ امریکا غږ ته ویلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د رژیم له راتلونکو مشرانو سره به "په نهایت کې" خبرې وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د سپینې ماڼۍ په وینا د متحدو ایالتونو او اسرائیل پوځي عملیات چې د ایران د رژیم لوپوړي چارواکي په کې وژل شوي "پرته له وقفې" دوام ولري.

د سبینې ماڼۍ یو لوړپوړي چارواکي د یکشنبې په ورځ (د مارچ لومړی نېټه) امریکا غږ ته په یوې اعلامیې کې ویلي: "ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران نوې احتمالي رهبري څرګنده کړې چې هغوی غواړي خبرې وکړي او په نهایت کې هغه (ټرمپ) به خبرې وکړي. د اوس لپاره، د حماسي غضب عملیات پرته له وقفې ادامه لري."

د دې عملیاتو په لومړي ورځ د ایران مشر، ایت الله علي خامنه ای، او لسګونه ایراني چارواکي او قومندانان، ووژل شول.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ، له امریکایي خبري پاڼې، اتلانټیک نیوز، سره یوې مرکې کې وویل چې "هغوی غواړي خبرې وکړي، او ما موافقه کړې چې خبرې وکړم. نو، زه به له هغوی سره خبرې وکړم. دوی باید دا کار وختي کړی وای...هغوی ډېر ځنډ وکړ".

ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ د ایران په وړاندې د "حماسي غضب عملیات" د اعلانولو په مهال پخپلو خبرو کې یې وویل چې متحده ایالتونو "په مکرر ډول " هڅه وکړه چې له ایران سره هوکړه وکړي. ټرمپ زیاته کړه چې ایران "د خپلو اټومي هیلو څخه د لاس اخیستو لپاره هر فرصت رد کړ. او موږ دا نور نشو زغملی".

له روانو عملیاتو مخکې، امریکایي او ایراني چارواکو په مسقط او جنیوا کې د عمان په منځګریتوب درې ځلې غیرمستقیمې خبرې وکړې، خو پایله یې نه درلوده.

ډونالډ ټرمپ له اتلانټیک نیوز سره په مرکې کې ونه ویل چې نوې خبرې څه وخت او چېرې به وشي. ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې یو شمېر هغه ایرانیان چې په تېرو څو اونیو کې په خبرو کې دخیل وو، په روان پوځي کمپاین کې وژل شوي.

ټرمپ وویل: "ځني هغه خلک چې موږ ورسره په اړیکه کې وو، له منځه تللي، ځکه دا یو لوی برید و."

د ایران د رهبر، علي خامنه ای، تر وژل کېدو وروسته، ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورخ د ایران رژیم ته د غچ اخیستونکي اقدام په اړه خبردار ورکړ.

ټرمپ د تروت سوشېل په ټولنېزې شبکې کې ولیکل: "ایران همدا اوس وویل چې دوی به نن ډېر سخت ګوزار وکړي، تر بل هر وخت سخت. خو دوی باید دا کار هېڅکله ونه کړي، ځکه که دوی دا وکړي، نو موږ به پر دوی داسې ځواک وکاروو چې مخکې یې هیڅکله نه وي لیدل شوی!"

د متحدو ایالتونو ولسمشر د شنبې په ورځ په یو بل پوسټ کې خامنه ای "په تاریخ کې یو له تر ټولو بدو خلکو" وباله او ویې ویل چې د هغه مرګ د "ایران د خلکو لپاره تر ټولو ښه فرصت دی چې خپل هېواد بېرته ترلاسه کړي".

ټرمپ د شنبې په ورځ پخپلو خبرو کې د ایران خلکو ته وویل چې "د ازادۍ وخت رارسېدلی" او هغوی یې وهڅول چې "د خپل حکومت واک په لاس کې واخلي". په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې ایرانيانو د خامنه ای د وژل کېدو هرکلی کړی، ډونالډ ټرمپ له اتلانټیک سره په مرکې کې ډاډ څرګند کړ چې د ایران خلک به را پورته شي.

ټرمپ د شنبې ورځې په پوسټ کې زیاته کړې چې پوځي عملیات به "پرته له وقفې" د ضرورت تر وخته دوام ولري. ولسمشر ټرمپ ویلي چې د دې کار موخه دا ده چې د ایران د رژیم له لوري د قریب الوقوع ګواښونو په له منځه وړلو، د امریکایانو دفاع وکړي.

د دې عملیاتو له پیل سره سم د ایران رژیم د سیمې د ګڼ شمېرو هېوادونو په وړاندې میزایلي او د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونه کړي چې په پایله کې یې په اسرائیل، متحده عرب امارات، بحرین او کویټ کې خلک هم وژل شوي.

د متحده ایالتونو د پوځ مرکزي قومندانۍ (سنټکام) د شنبې او یکشنبې په ورځو د "حماسي عضب عملیات" د برخې په توګه د امریکایي ځواکونو له لوري د ایران پر اهدافو د توغندیو د بریدونو انځورونه خپاره کړل.

سنټکام د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي: "د ایران رژیم ته خبرداری ورکړل شوی و. سنټکام اوس د لارښوونې سره سم چټک او پرېکنده اقدام ترسره کوي."

د امریکا د متحدو ایالتونو د جنګ وزیر، پیټ هیګسیت، ژمنه کړې چې د ایران د رژیم توغندي، د هغه هېواد د توغندیو د تولید پروګرام او بحري ځواکونه به سره یوځای له منځه لاړ شي.

پیټ هیګسیت د شنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي: "متحده ایالتونو دا شخړه نه ده پیل کړې، خو موږ به یې پای ته ورسوو. که تاسو په نړۍ کې هر ځای امریکایان ووژنئ یا یې وګواښئ — لکه څنګه چې ایران کړي دي — نو موږ به تاسو تعقیب کړو، او موږ به تاسو ووژنو."

اسرائیل چې په منځني ختیځ کې د متحدو ایالتونو مهم ملګری دی، راپور ورکړی چې په روانو عملیاتو کې په لسګونه ایراني چارواکي او قومندانان وژل شوي.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو د یکشنبې په ورځ وویل چې د "زمري غړمبا" د عملیاتو له پیل وروسته، د لومړي ځل لپاره د اسرائیل هوایي ځواکونه د تهران په زړه کې د ایران په ترهګر رژیم پورې ټړلي اهداف په نښه کوي.

د اسرائیل پوځ ویلي چې تېره ورځ د هغوی هوایي ځواکونو د هوایي برلاسۍ د ټینګولو او تهران ته د لارې د هوارولو په موخه پراخ بریدونه ترسره کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG