د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ :که د  ایران  مخه مې نه نیولې وای، اسرایل او منځنی ختیځ به نه وای

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، یو ځل بیا پر خپل رول ټینګار وکړ چې ایران له اتومي وسلو لاسرسی مخنیوی کړی دی. ولسمشر ټرمپ په یوې پیغام کې په خپله ټولنیزه شبکې ټروټ سوشل ولیکل: "که اتومي وسلو د ته د ایران د لاسرسي مخه نه نیولې وای، اسراییل او په حقیقت کې ټول منځنی ختیځ به نن د نړۍ په مخ نه وی ."

ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ، د نومبر شپږمه لیکلي: "هیڅوک نه غواړي دا خبره وکړي، خو ټولو ته معلومه ده چې همدا حقیقت دی." د امریکا ولسمشر مخکې هم څو ځله ټینګار کړی چې اجازه به ورنکړي د ایران حکومت اتومي وسلې ولري او د ایران حکومت د دې ډول وسلو ته لاسرسي مخنیوی د هغه د بهرني سیاست او ملي امنیت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی. دا څرګندونې د ولسمشر ټرمپ له هغو دریځونو وروسته دي چې د ایران خلاف د شریکو پوځي عملیاتو د نتایجو په اړه یې د ایران حکومت پر وړاندې مطرح کړي وو؛ هغه عملیات چې د متحده ایالاتو حکومت وایي د ایران وسلې او اتومي وړتیاوې سختۍ سره کمزوري کړي دي.

بلخوا د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي نغواړي هغه څه چې په ایران کې پاتې دي له منځه یوسي.

ولسمشر ټرمپ چې د پنجشنبې په ورځ (نومبر پنځمه) په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي په هدف، امریکا مسلح او چمتو ده.

نوموړي د ایران په وړاندې د نظامي عملیاتو د پراختیا د احتمال په اړه وویل چې واشنګټن به ډیر ژر د راتلونکو ګامونو په اړه پریکړه وکړي.

ټرمپ وویل:"موږ هلته اوه میاشتې کیږي چې پاتې یو او موږ پر هر هغه څه کنټرول لرو چې غوښتل مو کنټرول یې وکړو. او اوس به موږ یوه پرېکړه وکړو.ایا غواړو چې نور هم وړاندې لاړ شو او یوازې یې تصدیق کړو. د تصدیق کولو مانا داده چې دا هیڅ وخت بیا پيښ نشي؟ زما په اند هغوی به ۲۵ کلونو ته اړتیا ولري چې هیواد ورغوي. زه به غوره وګڼم چې د امکان تر حده د هېواد پاتې برخه ویجاړه نه کړم. خو شاید زه به مجبور شم. تاسو به ډېر ژر پوه شئ."

په عین حال کې فاکس نیوز او اکسیوس خبري رسنیو راپور ورکړی چې ولسمشر ټرمپ د چهار شنبې او پنجشنبې په ورځو په سپینه ماڼۍ کې د خپل ملي امنیت له ټیم سره لیدلي او په ډې یې بحث کړی چې آیا پر ایران پراخ نظامي عملیات پیل کړي که نه.

بلخوا راپورونه وایي چې د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ پر ایران د احتمالي عملیاتو لپاره وروستی چمتوالي نیسي.

ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو کې ویلي چې ایران، د امریکا د منظورۍ نه پرته د خپل اټومي پروګرام په اړه څه نشي کولی.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG