د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ څو شیبې دمخه د امریکا او اسراییل په ګډو پوځي عملیاتو کې د ایران د مذهبی مشر ایت الله علي خامنه ای د وژل کیدو خبر ورکړ.
هغه پخپلې ټولنیزې شبکې تروټ سوشل کي لیکلي دي: "خامنه اي، چې د تاریخ له تر ټولو بدو خلکو څخه یو و، مړ شوی دی. دا نه یوازې د ایران د خلکو لپاره عدالت دی، بلکې د ټولو امریکایانو او هغو خلکو لپاره هم، غوره خبر دی چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه دي او د خامنه یي او د هغه د وینې تږي غلو ډلو لخوا وژل شوي یا معیوب شوي دي."
ولسمشر ټرمپ زیاته کړې چې "هغه ونه توانېد چې زموږ له استخباراتي او خورا پرمختللو څار سیسټمونو څخه ځان وژغوري. امریکا له اسراییل سره په نږدې همکارۍ سره، نه هغه او نه هم نورو مشرانو چې له هغه سره یوځای وژل شوي، هېڅ هم ونشوکړای."
د ټرمپ په وینا "دا د ایران د خلکو لپاره تر ټولو ستر فرصت دی چې خپل هېواد بېرته تر لاسه کړي. موږ اورو چې د دوی ډېری د سپآه پآسداران انقلاب، پوځ او نور امنیتي او پولیس ځواکونه نور نه غواړي جګړه وکړي، او له موږ څخه د معافیت په لټه کې دي."
لکه څنګه چې ما تېره شپه وویل: «اوس هغوی کولای شي معافیت ولري، که نه نو یوازې به د مرګ سزا سره مخ شي!» هیله ده چې سپاه پاسداران انقلاب او پولیس به په سولهییز ډول له ایراني وطنپالو سره یوځای شي، او د یوې واحدې ډلې په توګه به کار وکړي څو هېواد هغه عظمت ته بېرته ورسوي چې مستحق یې دی."
ډونالډ ټرمپ زیاته کړې چې "دغه بهیر باید ژر پیل شي، ځکه نه یوازې د خامنه یي مړینه، بلکې هېواد هم په یوازې یوه ورځ کې سخت ویجاړ شوی، آن له منځه وړل شوی دی. خو درنې او دقیقې بمبارۍ به د اونۍ په اوږدو کې، یا تر هغه وخته پورې چې زموږ موخې په منځني ختیځ او په حقیقت کې په ټوله نړۍ کې نه وي تر لاسه شوی او د سولې د ترلاسه کولو لپاره که اړتیا وي، پرته له ځنډه دوام ومومي."
فورم \ دبحث خونه