د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د ایران نوي مشران باید ددې نه مخکې چې ناوخته شي، ژر تر ژره دې له امریکا سره د یوې هوکړې لپاره جدي شي.
نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د امریکا او اسرائیل ګډ پوځي عملیات د ایران پر وړاندې دوام لري او خپلې ۲۷مې ورځې ته غزیدلي دي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خپل ټولنیز پلیټفارم تروت سوشل کې لیکلي چې د ایران هغه استازي، چې د هغه په وینا د دوشنبې راهیسې له امریکا سره په خبرو بوخت دي، “عجیبه چلند” کوي.
هغه زیاته کړه: “دوی له موږ سره دیوې موافقې دپاره زارۍ کوي ځکه چې په پوځي لحاظ مات شوي دي، خو بیا هم په ښکاره وايي چې یوازې زموږ وړاندیز ارزوي. ناسم وایي! دوی باید ژر جدي لاس په کار شي، که نه نو وروسته به بېرته ستنېدل ناممکن وي.”
ولسمشر ټرمپ تر دې مخکې هم ویلي وو چې ایران ته یې پنځه ورځې وخت ورکړی چې یوې هوکړې ته ورسېږي.
په واشنګټن ډي سي کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال، ولسمشر ټرمپ وویل چې ایراني استازي له دې وېرې خبرې نه مني چې ګنې د خپل ولس له خوا به ووژل شي، او همداراز له امریکا څخه هم وېره لري.
بلخوا، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ - قوماندان براد کوپر ویلي چې د “حماسي غضب” عملیاتو له پیل راهیسې، چې د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوي، امریکایي ځواکونو په ایران کې له ۱۰ زرو ډېر پوځي هدفونه په نښه کړي دي.
هغه زیاته کړه چې د امریکا او اسرائیل ګډو عملیاتو زرګونه نور هدفونه هم ویشتلي او دا ښيي چې دواړه هېوادونه په ګډه ډېر ځواکمن دي.
کوپر وویل چې دواړه هېوادونه د ایران د هغه وړتیا د له منځه وړلو په لور روان دي چې له خپلو پولو بهر یې کاروي .
په همدې حال کې، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو ویلي چې اسرائیلي ځواکونو د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د سمندري ځواک قوماندان علیرضا تنګسیري وژلی دی.
نتنیاهو زیاته کړې چې نوموړی د هرمز تنګي د تړلو مسؤل و، چې د نړۍ بازارونو ته د انرژۍ د لېږد مهمه لاره ده.
هغه ټینګار وکړ چې دا د امریکا او اسرائیل ترمنځ د ګډو عملیاتو یوه بله بېلګه ده، چې د جګړې ګډ اهداف تعقیبوي.
فورم \ دبحث خونه