سپینې ماڼۍ څو شېبې مخکې امریکا غږ ته ویلي چې متحدو ایالتونو د هرمز تنګي د محاصرې بهیر پیل کړی دی.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ [اپرېل ۱۲مه] اعلان کړی چې هېواد به یې په "لنډ وخت" کې د هرمز تنګي محاصره کول پیل کړي څو لدې ستراتیژیکې لارې د کښتیو د تګ راتګ مخه ونیسي.
د سپینې ماڼۍ یوې باخبرې سرچینې د دوشنبې په ورځ [اپرېل ۱۳مه] امریکا غږ ته ویلي چې محاصره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ژمنې سره سم د واشنګټڼ ډي سي په وخت، د دوشنبې د سهار په لسو بجو پیل شوې ده.
ولسمشر ټرمپ هم په ټروټ سوشل ټولنیزې شبکې کې د سهار په ۱۰:۲۳ یوه لیکنه خپره کړې او ایران ته یې د محاصرې په بهیر کې د نه مداخلې خبرداری ورکړی دی.
ولسمشر لیکلي که د ایران "چټکۍ بریدګرې کښتۍ" د محاصرې سیمې ته نږدې شي نو فورا به له منځه یوړل شي.
تردې مخکې، ولسمشر ټرمپ د یکشنې په شپه له فلورېډا څخه پلازمینې واشنګټن ډي سي ته د رسېدو پر وخت خبریالانو ته ویلي وو چې: "سبا (دوشنبه) سهار لس بجې زموږ محاصره عملي کېږي دا به د سهار لس بجې وي."
ټرمپ د ایرانیانو لخوا د هرمز په تنګي کې د حق العبور اخېستل "باج اخېستنه" بللې او ټینګار یې کړي چې د متحدو ایالتونو نه "هېڅکله باج اخېستنه نشي کېدای."
ده په ټروټ سوشیل ټولنیزې شبکې کې لیکلي وو چې: "ایران ته به اجازه ورنکړل شي چې د باج اخېستنې لدې غیرقانوني اقدام نه ګټه پورته کړي."
ولسمشر ټرمپ له هغې وروسته دغه پرېکړه وکړه چې په پاکستان کې د امریکايي او ایراني پلاویو ترمنځ مذاکرات له کومې هوکړې پرته پای ته ورسېدل. د ولسمشر مرستیال او د امریکايي پلاوي مشر جي ډي ونس ویلي اټومي وسلو ته د لاسرسي لپاره د ایران هڅو د هوکړې مخه ونیوله.
په پاکستان کې د ایراني مرکچیانو سره د متحده ایالتونو د مذاکراتو په اړه ولسمشر ټرمپ تازه ویلي چې: "زه یې پروا نه لرم چې هغوي [ایران] بېرته راګرځي یا نه. که هغوي رانشي هم، زه ورسره ښه یم."
ولسمشر ټرمپ ویلي چې د متحدو ایالتونو سمندري ځواکونه به د هغو ماینونو شنډول پیل کړي چې ایران د هرمز په تنګي کې ځاي پر ځاي کړي او برېټانیا او ځینې نور هېوادونه به پدې هڅو کې د ماین پاکۍ وسایلو په لېږلو برخه سره واخلي.
ولسمشر ټرمپ په خپل پیغام کې لیکلي: "هر ایرانی چې پر موږ او یا ملکي کښتیو ډزې وکړي دوزخ ته به واستول شي. تر نورو به په ښه توګه دغه وضعیت ختم کړي کوم چې د هغوي هېواد لادمخه وران کړی دی."
د دواړو لوریو ترمنځ ماتېدونکی اوربند د اپرېل په اوومه نېټه نافذ شو چې له مخې یې د ایران پر وړاندې د متحدو ایالتونو او اسرائیل ګډ پوځي عملیات ځنډېدلي دي.
فورم \ دبحث خونه