د لاس رسي وړ اتصالات

دونالد ټرمپ: سلیماني باید کلونه مخکې له منځه وړل شوی وای


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ نن د جمعې په ورځ جنورۍ ٣ په خپل ټویټر لیکلي چې د پاسداران ایران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني د ایراني مظاهره کوونکو په گډون د میلیونونو انسانانو د وژنې مسؤل و.

د امریکا جمهور رئیس په یو ټویټ کې لیکلي: "جنرال قاسم سلیماني، د اوږدې مودې په ترڅ کې په زرگونو امریکایان وژلې او یا ټپیان کړي او د زیات شمیر نورو د وژلو دسیسه جوړوله...خو گیر راغی! هغه په مستقیمه یا عیر مستقیم توگه په ایران کې د اعتراض کوونکو په گډون د میلیونونو انسانانو د وژنې مسؤل و."

جمهور رئیس ټرمپ ویلي دي چې ایران به هیڅکله ونشي کړای چې دا ومني، خو د ایران خلکو د سلیماني نه کرکه او ویره درلودله او هغوی دومره غمجن ندي په کومه اندازه چې د ایران مشران غواړي نړۍ ته یې په ډاگه کړي."

ښاغلي ټرمپ ویلي دي: " هغه باید څو کاله دمخه له مینځه وړل شوی وای".

XS
SM
MD
LG