د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ: د منځني ختیځ په تاریخ کې مو تر ټولو ځواکمن عملیات وکړل

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د جمعې په شپه (مارچ۱۳) په خپل ټروټ سوشېل حساب کې لیکلي چې امریکايي ځواکونو د ده په لارښوونې په ایران باندې د بریدونو په ترڅ کې په منځني ختیځ کې تر ټولو ستر برید کړی دی.

ولسمشر ټرمپ لیکلي دي چې "څو شیبې وړاندې زما په لارښوونې د متحدو ایالتونو مرکزي قوماندانۍ د منځني ختیځ په تاریخ کې یوه تر ټولو قوي بمباري وکړه او د خارک په ټاپو کې یې، د ایران د تاج زیور، ټول پوځي اهداف په بشپړ ډول له منځه یوړل".

ولسمشر ټرمپ یادوونه کړې ده چې امریکايي وسلې تر ټولو "پیاوړې" دي خو د درناوي له کبله یې "نه غوښتل په ټاپو کې د تیلو تاسیسات ویجاړ" کړي.

ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی دی "که ایران یا بل څوک د هرمز تنګي له لارې د کښتیو ازاد او خوندي تګ راتګ سره ګډوډ کړي، سمدستي به په دې پرېکړې بیا کتنه" وکړي.

نوموړي ویلي چې امریکا په هر هغه هدف چې برید کوي، ایران یې د دفاع توان نه لري او په خبره یې "ایران به هیڅکله اتومي وسله ونه لري، او نه به دا وړتیا ولري چې متحدو ایالتونو، منځني ختیځ یا نړۍ ته ګواښ" پېښ کړي.

هغه یو ځل بیا د ایران د ترهګر رژیم پوځ او هغوی ته چې ورسره کار کوي، ویلي دي چې "خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي، او هغه څه چې د هیواد څخه یې ورپاتې دي وژغوري، چې ډېر نه دي".

ولسمشر ټرمپ داسې مهال په ایران باندې د دغه ستر پوځي برید خبرداری ورکوي، چې د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پېټ هګسیت نن سهار په پنټاګون کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې متحده ایالتونو پوځ به په ایران باندې خپل بریدونه زیات کړي.

نوموړي وویل چې په تېرو شاوخوا ۱۴ ورځو کې یې په ایران کې څه باندې ۶۰۰۰ هدفونه په نښه کړي دي.

امریکا او اسرائیل په ګډه د ایران په رژیم بریدونه پيل کړي او دا عملیات بریالي بولي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG