د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ د مشر زوی ماندینه طلاق غواړي


ټرمپ جونیر او میرمن یې ونیسا ټرمپ
ټرمپ جونیر او میرمن یې ونیسا ټرمپ

د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د مشر ځوی ټرمپ جونیر، ښځې له خپل میړه نه د طلاق اخیستلو لپاره د نیویارک ښار په ستره محمکه کې درخواست ثبت کړی دی.

ونیسا ټرمپ او ټرمپ جونېر دواړه ۴٠ کلن دي او ١٢کاله پخوا یې سره واده کړې و. دوی دواړه پنځه اولادونه لري.

د ټرمپ د سازمان په یوه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ یې خپره کړې راغلي دي چې ټرمپ جونیر او ونیسا ټرمپ دواړه په خوښه سره طلاق اخلي او دعوا نه کوي.

اعلامیېه دا هم وایي چې دواړه به د خپلو پنځو اولادونو د سرپرستي مسولیت په غاړه لري.

ونیسا هیډن چې یوه پخوانۍ ماډله ده، د جمهور رئیس ټرمپ د مشر زوی ټرمپ جونیر سره یې په ٢٠٠٥ میلادي کال کې واده کړې و.

ددغو جوړې د جدایي جزییات د خصوصي حریم نه د حراست له مخې ندي په ډاگه شوي.

پدې وروستیو میاشتو کې دونالد ټرمپ جونیر د ښاغلي ټرمپ د انتخاباتي مبارزې د ټیم او روسیې د ارتباط د پلټنو یوه له اصلي څیرو څخه شمیرل کیږي.

جمهور رئیس د روسیې سره د خپل زوی د هر ډول ارتباط درلودل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG