د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ دوه افغان ترجمانان وستایل


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکایي سرتیري رونالډ شوریر د ستاینې په مراسمو کې دوه افغان ترجمانان بهروز مومند او ضیا غفوري هم وستایل.

دغو دوو ژباړونکو د امریکا د ځانگړې ځواکونو سره د نورستان ولایت د دوآب په ولسوالۍ کې د یاغیانو په ضد په یوه وسله وال برید کې برخه اخیستې وه.

امریکایي سرتیري رونالډ شوریر ته د امریکا د کانگرس د افتخار د میډال د ورکولو په مراسمو کې چې د دوشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې جوړ شوي و, ولسمشر ټرمپ د دوو افغان ترجمانانو وغوښتل چې ودریږي چې خلک یې وویني.

ټرمپ پدغو مراسمو کې په خپلو خبرو کې وویل د دره شک په ولسوالۍ کې په شوې جگړه کې شوریر په پوره میړانې خپلو زخمي ملگرو ته عاجلې طبي مرستې برابرې کړي او د هغه د هڅو په نتیجه کې هیڅ کوم امریکایي سرتیری ونه وژل شو.

شوریر په ٢٠٠٩ کال کې د پوځ سره دنده پریښوده او د ولسمشر د ساتونکو په ډله کې یې کار پیل کړ.

شوریر چې د سرطان په ناروغۍ اخته دی، د خپل دوهم زوی نوم یې د دوآب په جگړه کې د وژل شوې افغان ترجمان ادریس خان د درناوې په خاطر، ادریس ایښې دی.

XS
SM
MD
LG