د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وایي د مهاجرو غیرقانوني کاروان نه راپریږدو


ولسمشر ترمپ وایي دغه کډوال باید اول مکسیکو کې د پناه غوښتنه وکړي.
ولسمشر ترمپ وایي دغه کډوال باید اول مکسیکو کې د پناه غوښتنه وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ هاندوراس، گواتیمالا او مکسیکو ته خبرداری ورکړی چې که چېرې د کډوالو د دغه کاروان مخه ونه نیول شي نو د دوی امریکا ته راتگ به بدې پایلې ولري.

د هاندوراس او گواتیمالا څخه مکسیکو او بیا امریکا ته په روان کاروان کې شاوخوا پنځه نیم زره خلک شامل دي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي. دغه کډوال د یکشنبې په ورځ (اوکتوبر ٢١) باندې له هاندوراس څخه د غربت، بې وزلۍ او تاوتاریخوالي له امله مکسیکو ته واوښتل.

مکسکویي چارواکو تیره اونۍ د گواتیمالا سره په پولې باندې د کډوالو د کاروان مخه ډب کړه خو اکثره کډوال له سیند نه پورې وتل او شمال لور ته روان دي.

ولسمشر ترمپ د مکسیکو اقدام وستایو چې د امریکا لور ته د کډوالو مخه یې نیولې ده.

په تیرو وختونو کې د ترمپ په حکومت باندې د مکسکو او امریکا په پولې کې د کډوالو سره د سخت چلند له وجې ډیرې نیوکې شوې دي. د امریکا پخوانی مرستیال ولسمشر جو بایدن دا مسله یو ځل بیا پرون یکشنبې په نواډا ایالت کې یاده کړه.

ولسمشر ټرمپ بیا د نواډا ایالت په بله سیمه کې د جمهوري غوښتونکو لپاره په کمپاین کې پر دموکراتانو تور ولگاوو چې مجرمینو ته امریکا ته د راتگ بلنه ورکوي.

ولسمشر ترمپ امریکا ته د کډوالو له راتگه په منځمهاله انتخاباتو کې یوه سیاسي موضؤع جوړه کړې ده. هغه خبرداری ورکړې که مکسیکو د کډوالو په مخنوي کې ناکامه شي، ایزې مرستې او د مکسیکو او امریکا پوله به بنده کړي.

او امریکا ته یې هم ډاډ ورکړ چې اکثره بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شوي دي.

روانو کډوالو هوډ کړی چې د یو ښه ژوند لپاره امریکا ته ځان ورسوي.

XS
SM
MD
LG