د لاس رسي وړ اتصالات

سپینې ماڼۍ له کروناوېروس سره د مبارزې لپاره د ملي ګارد ماموریت وغځاوه 


د ملي ګارد پوځیان په هر ایالت کې له سیمه ییزو چارواکو سره د مرستو په رسولو کې همکاري کوي. 
د ملي ګارد پوځیان په هر ایالت کې له سیمه ییزو چارواکو سره د مرستو په رسولو کې همکاري کوي. 

د ملي ګارد پوځیان په هر ایالت کې له سیمه ییزو چارواکو سره د مرستو په رسولو کې همکاري کوي.

د امریکا په ایالتونو کې له کروناوېروس سره د مبارزې لپاره، ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملي ګارد د پوځیانو ماموریت تمدید کړی دی.

سپینې ماڼۍ تېره شپه د یو لړ یادښتونو په خپرولو سره ویلي چې ددغو پوځیانو د ماموریت لپاره د روان کال تر پایه پورې بودیجه ورکول کېږي.

د ملي ګارد پوځيان د کروناوېروس د ټسټونو په ترسره کولو او د خوراکي توکو او درملو په وېشلو کې له ایالتي ادارو سره همکاري کوي.

له بې روزګارو خلکو سره د نقدي مرستو دوام؟

امریکا په هغو څلورو هېوادونو کې شمېرل کېږي چې ګڼ شمېر اوسېدونکي يې په کروناوېروس اخته شوي دي.

د رویترز د خبري آژانس د شمېرو له مخې، څه باندې څلورنیم مېلیون امریکایان په کروناوېروس اخته شوي او څه باندې ۱۵۵ زره تنه ددغې وبا له کبله مړه شوي دي.

پرون د سپینې ماڼۍ او په کانګرس کې د دیموکرات ګوند استازي ونه توانیدل چې د مرستو پر طرحې یوې موافقې ته ورسېږي. ددغې طرحې له مخې، مېلیونونو هغو کسانو سره نقدي مرسته کېږي چې د کروناوېروس له کبله بې روزګاره شوي دي.

د وبا له خپرېدو راهېسې ګڼ شمېر امریکایان وزګار شوي او دغې مسلې د امریکا پر اقتصاد ناوړه اثر کړی دی.

د امریکا حکومت وزګارو خلکو ته په اونۍ کې ۶۰۰ ډالر ورکول خو ددغو پېسو د وېشلو بهیر تېره اونۍ پای ته ورسېد.

په کانګرس کې دېموکراتان او جمهوري غوښتونکي د نویو طرحو په وړاندې کولو سره کوښښ کوي چې له خلکو او سوداګرو سره د مرستو لړۍ دوام ومومي خو تراوسه پدې اړه کومه موافقه نده شوې.

XS
SM
MD
LG