د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ویلي چې متحده ایالتونه هېڅکله د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) ته اړتیا نه درلوده او افغانستان ته د سرتېرو د لېړلو په ګډون، هېڅکله یې له ناټو څخه د څه شي غوښتنه نده کړې.
ولسمشر ټرمپ د سویس په داوس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په څنډې کې د فاکس نیوز تلویزون سره په یوې مرکې کې ڼاتو ته په اشارې سره وویل: "هېڅکله مو هغوی ته اړتیا نه درلوده. هغوی وایي چې یو شمېر سرتېري یې افغانستان ته لېړلي وو...همداسې یې کړي وو، خو هغوی (د ناټو ځواکونه) لږ لرې، د جګړې له لومړیو کرښو څخه لږ لرې وو."
د ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې د ناټو د ځنیو غړو هېوادونو له غبرګونونو سره مخامخ شوي دي چې په افغانستان کې یې خپل ماموریتونه د دې سازمان د منشور د پنځمې مادې په اساس بللي دي. د دې مادې په اساس، د ناټو په یو غړي برید، د دې سازمان په ټولو غړو برید ګڼل کیږي.
په متحدو ایالتونو باندې د ۲۰۰۱میلادي کال د سپټمر د یوولسمې نېټې ترهګریز بریدونو او په افغانستان کې د طالبانو د نظام د نسکورولو په موخه د امریکایي ځواکونو له برید وروسته، د ناټو زیاتره غړو هېوادونو د امریکایي هېوادونو ترڅنګ، افغانستان ته سرتېري ولېږل او دوې لسیزې په هغه هېواد کې وو.
د بریتانیا د لومړي وزیر ویاندې د ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې ۴۵۷بریتانوي سرتېري د امریکایي سرتېرو ترڅنګ په افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او سلګونه نور بریتانوي سرتېري ټپي شول چې د هغې په وینا "د هغوی خدمت او قربانۍ به هېڅکله هېر نشي."
ویاندې زیاته کړې چې د بریتانوي او نورو ناټو ځواکونو قرباني "د ډله ایز امنیت په خدمت کې او زموږ په متحد باندې د برید په ځواب کې ورکړل شوه."
ولسمشر ټرمپ فاکس نیوز ته وویل: "فکر کوم چې په ښه توګه له ناټو سره جوړیږو، خو تل مې ویلي، که هغوی ته اړتیا ولرو، ایا هغوی به زموږ ترڅنګ ودریږي؟ دا په رښتیا یوه وروستۍ ازموینه ده، او زه په دې اړه ډاډه نه یم."
د نړیوال اقتصادي فورم په څنډې کې، د ناټو عمومي منشي، مارک روته، د ډونالډ ټرمپ سره په لیدنه کې هغه ته ډاډ ورکړ چې که چېرې متحده ایالتونه د خپلو دښمنانو له لوري تر برید لاندې راشي، ناټو به مطلقاً د متحدو ایالتونو په څنګ به ودریږي.
روته وویل: "پرون او نن مې واورېدل چې تاسې په بشپړه توګه ډاډه نه یاست چې که چېرې متحده ایالتونه له برید سره مخامخ شي، اروپایان به مرستې ته راشي. اجازه راکړئ تاسو ته ووایم، هغوی به مرستې ته راشي، هغوی دا کار په افغانستان کې وکړ...د هر دوو وژل شویو امریکایي سرتېرو په بدل کې، د ناټو د یو بل هېواد یو سرتېری هم و چې بېرته خپلې کورنۍ ته ستون نشو."
په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د دوو لسیزو د ماموریت په مودې کې، شاوخوا ۳۵۰۰ بهرني سرتېري په دې هېواد کې ووژل شول چې په دې کې ۲۴۶۰ امریکایي سرتېري او پاتې نور د ناټو د نورو غړو هېوادونو پوځیان وو.
فورم \ دبحث خونه