د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ له زیلینسکي او نتنیاهو سره ګوري؛ ایران او اوکراین د دواړو لیدنو د خبرو مهم موضوعات دي

ښاغلی ټرمپ نن سه شنبه د جولای ۲۸ مه د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي او د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره جلا جلا لیدنې کوي.
ښاغلی ټرمپ نن سه شنبه د جولای ۲۸ مه د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي او د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره جلا جلا لیدنې کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي او د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره جلا جلا لیدنې کوي. تمه ده چې د ایران موضوع، د اوکراین جګړه او د منځني ختیځ امنیتي وضعیت د دواړو لیدنو د بحث مهمې موضوعاګانې وي.

د سپینې ماڼۍ د رسمي مهالویش له مخې، ښاغلی ټرمپ به لومړی د سهار په ۹:۳۰ بجو له زیلینسکي او وروسته د سهار په ۱۱:۰۰ بجو له نتنیاهو سره وګوري. دواړه لیدنې به د رسنیو له حضور پرته وشي.

بنیامین نتنیاهو واشنګټن ته له سفر مخکې خبریالانو ته ویلي وو چې د ایران موضوع به د ولسمشر ټرمپ سره د ده د خبرو تر ټولو مهمه اجنډا وي. هغه ویلي، د ایران حکومت یا باید خپل چلند بدل کړي او یا هم دومره کمزوری شي چې د خپل اټومي پروګرام د دوام توان له لاسه ورکړي.

د ټرمپ او زیلینسکي لیدنه په داسې وخت کې کېږي چې د اوکراین جګړه دوام لري. دغه ملاقات وروسته له هغې کېږي چې د راپورونو له مخې، د اوکراین ځواکونو د شنبې په ورځ په کسپین سمندرګي کې هغه بېړۍ په نښه کړه چې ویل کېږي روسیې ته یې د ایران پوځي تجهیزات لېږدول.

ټرمپ به له نتنیاهو سره تر لیدنې وروسته د جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام د یادغونډې او جنازې په رسمي مراسمو کې ګډون وکړي. ټاکل شوې ده نتنیاهو او زلنسکي هم په دغو مراسمو کې حاضر وي.

لینډسي ګراهام، چې د جولای په ۱۱مه د زړه د ناروغۍ له امله ومړ، د اوکراین او اسراییلو له پیاوړو ملاتړو څخه و او د روسیې او ایران پر وړاندې یې د سختو امریکایي سیاستونو ملاتړ کاوه. هغه د خپلې مړینې یوازې یوه ورځ مخکې په کیف کې له ولسمشر زلنسکي سره لیدلي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG