د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ له کیم جون اون سره ملاقات لغوه کړ


ولسمشر ټرمپ نه دي ویلي چې دا ملاقات بیخي لغوه شوی کنه
ولسمشر ټرمپ نه دي ویلي چې دا ملاقات بیخي لغوه شوی کنه

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره خپل راتلونکی ملاقات لغوه کړی دی.

تر دې وړاندې هم همداسې اندېښنې وي چې شاید دا خبره ونشي.

ټاکل شوې وه چې د دواړو مشرانو ترمنځ د جون د میاشتې په ۱۲ نیټه په سنګاپور کې ملاقات وشي.

ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا مشر ته په یو لیک کې لیکلي دي چې ورته ویل شوي وو " تاسو غواړی له ما سره ووینی، خو متاسفانه ستاسو په وروستیو څرګندونو کې غوصه او قهر زیات وو، نو له همدې کبله فکر کوم چې په اوسنیو شرایطو دا پلان شوی ملاقات ونشي. "

خو بیا هم ښاغلي ټرمپ د سولې په برخه کې د شمالي کوریا د مشر هلې ځلې ستایلي دي.

ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا مشر ته لیک لیکلی دی
ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا مشر ته لیک لیکلی دی

ښاغلي ټرمپ پدې لیک کې د شمالي کوریا مشر ته غاښ چیچنه هم کړې او لیکلي یې دي "تاسې د خپل اټومي وړتیا په اړه گړیږئ، خو زمونږ [اټومي قوت] ډیر ستر او ځواکمن دی، زه له خدایه غواړم چې هیڅکله د هغې نه استفادې ته اړ نه شو".

ښاغلي ټرمپ همداراز لیکلي دي "که ستاسې نظر ددغې مهمې کتنې په اړه پرته له شکه راته زنگ ووهئ او یا لیک ولیکئ. نړۍ او په ځانگړې توگه شمالي کوریا د دوامداره سولې، سترې سوکالۍ او ثروت لپاره ستر فرصت له لاسه ورکړ. دغه له لاسه تللی فرصت رښتیا هم د تاریخ له غمه ډکه شیبه ده.

جمهور رئیس ټرمپ په شمالي کوریا کې د دریو امریکایي بندیانو د خوشې کیدو په اړه مننه کړې ده.

د دوی دواړو ترمنځ له هغه وروسته د مخامخ خبرو اعلان وشو چې څه موده مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ښاغلي کیم جونګ اون سره ولیدل.

له دغه ملاقات وروسته شمالي کوریا درې کوریا-اصله امریکایان، چې د جاسوسۍ په تور په شمالي کوریا کې بندیان وو، پرېښودل.

XS
SM
MD
LG