د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د شمالي کوریا ځواب "تود او گټور" دی


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ نن د جمعې په ورځ وویل چې د کیم جونگ اون سره د هغه د لیدنې د لغو کولو په هکله د شمالي کوریا ځواب "گرم او گټور" دی.

جمهور رئیس ټرمپ په یو ټویټري پیغام کې لیکلي دي "ډیر ښه خبر دی چې د شمالي کوریا نه راته گرمې او گټورې څرگندونې رارسیدلي دي. ډیر ژر به وگورو چې دغه کار تر کومه ځایه رسیږي [خو] هیله ده چې په دوامداره سولې او سوکالۍ تمام شي. یواځې وخت او (استعداد) به ځواب ووایي."

د جمهور رئیس ټرمپ څرگندونې څو ساعته وروسته له هغه وشوې چې شمالي کوریا د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې دا هیواد اوس هم لیواله چې د متحده ایالاتو سره "هر وخت او په هره بڼه" مذاکره وکړي.

پیونگ یانگ دغه موضوع یوه ورځ وروسته له هغې بیانوي چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د شمالي کوریا د مشر کیم جونگ اون په ادرس په یو سرخلاصي لیک کې اعلان وکړ چې د ښاغلي اون سره پلان شوې لیدنه کتنه چې ټاکل شوې وه په سینگاپور کې وشي، لغو کړه.

جمهور رئیس ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خپل لیک لیکلي دي چې ورته ویل شوي وو چې د شمالي کوریا د مشر له لورې له ده سره د لیدنې بلنه ورکړل شوې او هغه هم غوښتل چې د ښاغلي اون سره وگوري، خو "متاسفانه د زیاتې غوصې او څرگندې دښمنۍ په وجه چې په وروستیو څرگندونو کې مو بیان کړې، داسې احساسوم چې په اوسنیو شرایطو کې به مناسبه نه وي چې دغه لیدنه کتنه چې له ډیر مخکې نه پلان شوی وه وشي".

XS
SM
MD
LG