د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د چین او هند د سرحدي جنجال د حل لپاره د منځګړیتوب وړاندیز کړی


ټرمپ وايي کولای شي د چین او هند د سرحدي مشکل د هواري لپاره منځګړی شي
ټرمپ وايي کولای شي د چین او هند د سرحدي مشکل د هواري لپاره منځګړی شي

د هندي او چینايي پوځیانو ترمنځ د هیمالیا په لانجمه سرحدي سیمه کې له نښتې وروسته، د دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالي زیات شوي دي.

دا تاوتریخوالي وروسته له هغه زیات شول چې د راپورونو له مخې بیجینګ د هیمالیا غرونو په اوږدو کې په زرګونه پوځیان ځای پرځای کړل.

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د چین او هند د سرحدي جنجال د هواري په اړه د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی. اما یو شمیر کارپوهان وايي ښايي ډهلي او بینیګ دا وړاندیز رد کړي او یا هم لږ علاقه مندي ورته وښيي.

د هیراتیج بنسټ غړی جف سمیت وايي:" تیر تاریخ او اوسنیو حقایقو ښودلې چې دواړه لورې د امریکا منځګړیتوب ته ډیره علاقه مندي نلري."

ظاهرا ښکاري چې د دواړو چین او هند چارواکي د تاوتریخوالو د کمیدو غوښتونکي دي.

د هند د ټرانسپورت وزیر وي کې سنګ وویل:"د دواړو هیوادونو ترمنځ د واقعي فرضي کرښې په اړه د درک تفاوت له ډیره وخته موجود دی او له همدې امله جګړې کیږي، په ځانګړې ډول کله چې په دوبې لارې خلاصیږي او ګزمې ډیریږي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجیان وايي د چین او هند په سرحد کې اوسنی حالت په عمومي ډول باثباته او د کنټرول وړ دی. چین او هند د سرحدي مسایل په اړه غوره میکانیزم او د ارتباط لارې لري

کارپوهان وايي دا د چین او هند په ګټه ده چې حالت کنټرول کړي او سوله وساتي.

XS
SM
MD
LG