د لاس رسي وړ اتصالات

د چین او امریکا ترمنځ د سړې جګړې د پیل کېدو خبرداری 


د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي امریکا باید د چین د بدلولو فکر ونلري
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي امریکا باید د چین د بدلولو فکر ونلري

د چین حکومت خبرداری ورکړی دی چې په واشنګټن کې "ځینو سیاسي قدرتونو" د بیجنګ او واشنګټن روابط یرغمل کړي او غواړي د نړۍ دا دوه اقتصادي زبر ځواکونه یو سوړ جنګ ته ټیل ووهي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل: "په متحدو ایالتونو کې یو سیاسي ویروس په خپرېدو دی، داسې ویروس چې د چین د بدنامولو لپاره له هرې هڅې کار اخلي."

نوموړي وویل چې چین د امریکا د متحدو ایالتونو د بدلولو هېڅ فکر نلري او نباید امریکا د چین د ۱.۴ میلیارد نفوس د بدلولو هڅه وکړي.

دا په داسې حال کې دي چې په دې وروستیو کې له چین سره په بېلا بېلو برخو اقتصادي، تجارت او تکنالوژۍ کې د امریکا روابط ښه نه دي.

د هانګ کانګ لپاره د چین د امنیتي قانون وړاندیز هغه څه دي‌ چې په دې وروستیو کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیچلي کړي دي. امریکا په دې باور ده چې د چین دا وړاندیز شوی قانون د هانګ کانګ نیمه خودمختاري ګواښي.

د ښاغلي ټرمپ ‌ادارې دا خبره هم کړې ده چې د کروناویروس د چین په لابراتوار کې جوړ شوی او بیا په نړۍ کې خپور شوی دی. خو چین دا تورونه رد کړي دي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د چین د هوبي په ایالت کې خپور شوی او دا مهال یې د نړۍ په ۱۸۷ هېوادونو او سیمو کې څه باندې ۳۴۵زره کسان مړه کړي‌او څه باندې ۵.۴ میلیون نور انسانان په دغه ویروس اخته دي.

XS
SM
MD
LG