د لاس رسي وړ اتصالات

د مدافع وکیلانو ډله: د کډوالو د بیا میشتیدنې د ځنډولو فرمان د امریکا افغان متحدین اغیزمنوي


د مدافع وکیلانو یوه ډله وایي، د امریکا د کډوالو د پروګرام د ځنډولو په اړه د ولسمشر ټرمپ اجرائیوي فرمان به د هغو زرګونو افغانانو پر بیا مېشتېدو اغېز وکړي چې د افغانستان د جګړې پر مهال یې له امریکا سره مرسته کړې ده.

د افغان ایویک (AfghanEvac ) د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې د میشتو سازمانونو ایتلاف دی چې په امریکا کې د متحده ایالاتو د افغان متحدینو د بیا میشتیدنې په برخه کې مرسته کوي. دې سازمان د دوشنبې په ورځ وویل چې د کډوالو د بیا میشتیدنې ځنډول به په هغو افغان متحدینو هم اغیزه وکړي چې متحده ایالاتو ته د تګ په تمه دي.

د مدافع وکیلانو دغه سازمان په خپل ایکس پاڼه د یو بیان په خپرولو سره ویلي: "په زرګونو افغان متحدین چې د کډوالو په پروسه کې یې نږدې ټول اړین ګامونه بشپړ کړي دي، د کډوالو د بیا میشتیدنې د ځنډ له امله به سمدستي اغیزمن شي او په زرګونو نور چې اوس مهال دغه پروسه بشپړوي پرهغوی به هم اغیز وکړي."

ددغه سازمان مسؤلین وایي چې د کډوالو په اړه د پریکړې له کبله د نږدې ۱۶۶۰ افغانانو د الوتکو پروازونه لغوه شوي . ددې سازمان مشر شان وانډیور دوشنبه جنوري ۲۰ ( سلواغې لومړۍ) د رویټرز خبري اژانس ته وویل، هغوي چې پروازونه یې لغوه شوي یو شمیر یې د امریکا د پوځ د فعالو غړیو د کورنۍ غړي دي.

د ټرمپ راتلونکي حکومت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې نوی جمهور رئیس ښایي په یو اجرائیوي فرمان کې د څلورو میاشتو لپاره امریکا ته د کډوالو د راتګ پروګرامونه وځنډوي.

یو شمیر امریکایي چارواکو هم د رویټرز خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې پدې کسانو کې چې پروازونه یې لغوه شوي، د هغو افغانانانو واړه ماشومان هم شامل دي چې وار دمخه په امریکا کې میشت دي. ځیني نور یې د خطر سره مخ افغانان دي چې د طالبانو تر راتګ وړاندې یې د افغانستان د حکومت لپاره کار کړی.

د ټرمپ حکومت تازه پریکړې د زرګونو هغو افغانانو برخلیک هم نامعلوم حالت سره مخ کړ چې لا هم په افغانستان یا پاکستان کې دي او په متحده ایالاتو کې د بیا میشت کیدو لپاره د کډوالو په توګه منل شویدي.

سره لدې چې ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ د وفادارۍ لوړې په مراسمو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې میلیونونه هغه کډوال به باسي چې په امریکا کې د پاتې کیدو قانوني اسناد نلري، خو د قانوني کډوالو د پروګرامونو په هکله یې څه ونه ویل.

ښاغلي وانډیور همدارنګه ویلي چې د ټرمپ انتقالي ټیم غړیو سره په اړیکه کې دی او هیله یې څرګنده کړه چې د افغان کډوالو په برخې کې په پریکړې به د سره غور وکړي.

د شان وانډیور تر مشرۍ لاندې د افغانانو تخلیې ائتلاف چې ګڼ شمیر غټې او وړې ډلې پکې شاملې دي، په افغانستان کې د طالبانو تر راتګ وروسته یې د متحده ایالاتو د حکومت سره په ګډه کار کړی چې د خطر سره مخ افغانان په امریکا کې میشت کړي.

د ۲۰۲۱ کال راهیسې د مخکني جمهور رئیس جو بایډن حکومت نږدې ۲۰۰ زره افغانان متحده ایالاتو ته راوستي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG