د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: پاکستان او روسیه باید افغانستان کې وجنگیږي، نه امریکا


د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ ویلي دي چې د امریکا پر ځاې دې روسیه او پاکستان باید په افغانستان کې د ترهګرو په خلاف وجنگیږي.

ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د سولې د پروسې په اړه وویل چې مونږ د طالبانو سره او د نورو ډیرو کسانو سره خبرې کوو. هغه وویل "هند هلته دی، روسیه هلته ده. روسیه لمړی شوروي اتحاد و، افغانستان ترینه روسیه جوړه کړه. روسیه د افغانستان جګړې دیوالي کړه. پاکستان هلته شته. دوي باید هلته [افغانستان] کې وجنګیږي. روسیه باید هلته وجنګیږي."

امریکايي ولسمشر دغه راز د افغانستان د جګړې د مدیریت په اړه د امریکا د پخواني‌ دفاع وزیر، جم متیس، له کړنو نارضایتي څرګنده کړه. ټرمپ‌ وویل "هغه د افغانستان جګړه سمه نه سمبالوله. هغه زما لپاره څه وکړه؟ هغه په افغانستان کې څه وکړه؟ ډیر ښه نه."

ولسمشر ټرمپ دغه راز وویل چې طالبان او داعش باید پریښودل شي چې خپل تر منځ وجنګیږي. هغه وویل "طالبان زموږ دښمنان دي.‌ داعش زموږ دښمن دی. څلور پنځه اونۍ دمخه مې زموږ جنرالانو ته یو سیمه وښوده چې دلته طالبان دي او هلته داعش دی او خپل تر منځ جنګیږي. ما وویل چې ولې یې نه پریږدو چې سره وجنګیږي؟ موږ ولې د دوي تر منځ ورلویږو؟"

امریکا له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د طالبان او القاعدې په ضد جنګیږي او دا مهال شاوخوا ۱۴ زره امریکايي پوځیان په افغانستان کې میشت دي.

XS
SM
MD
LG