د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا پر پاکستان سخت انتقادونه وکړل


ولسمشر ټرمپ په شاوخوا ۲۴ ساعتونو کې دوه وارې پر پاکستان کلک انتقادونه وکړل
ولسمشر ټرمپ په شاوخوا ۲۴ ساعتونو کې دوه وارې پر پاکستان کلک انتقادونه وکړل

ښاغلي ټرمپ په خپل یو تازه ټویټ کې پاکستان تورن کړی چې له امریکا څخه یې میلیاردونه ډالر ترلاسه کول خو مرسته یې نه کوله.

دا په تېرو شاوخوا ۲۴ ساعتونو کې دویم ځل دی چې ولسمشر ټرمپ پر پاکستان داسې تند انتقادونه کوي.

ښاغلي ټرمپ په خپل تازه ټویټ کې لیکلي دي چې پاکستان اسامه بن لادن پټ کړی و خو امریکا ته یې په اړه هېڅ معلومات نه ورکول.

هغه وايي اسامه او افغانستان له امریکا سره د پاکستان د نه مرستو او همکاریو دوې ښکاره بېلګې دي.

په همدې حال کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي دي امریکا دې په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ ملامتي په پاکستان نه اچوي.

عمران خان د ولسمشر ټرمپ له دغه ټویټ نه څو دقیقې وروسته په خپل رسمي ټویټر کې ولیکل چې باید ښاغلی ټرمپ په تاریخي حقایقو پوه کړل شي.

هغه وویل پاکستان د امریکا په جنګ کې ډېر څه له لاسه ورکړي او اوس هغه څه کوي چې د خلکو په ګټه یې وي.

ښاغلي ټرمپ تر دې مخکې له فاکس تلویزون سره په مرکې کې هم ویلي وو چې پاکستاني چارواکي پدې خبر و چې د القاعدې د شبکې مخکنی مشر چیرته دی خو امریکا ته یې پدې هکله هیڅ معلومات نه وو ورکړی.

د ولسمشر ټرمپ له راتګ وروسته د واشنګټن-اسلام اباد اړیکې خرابې شوي دي او سپینې ماڼۍ پر پاکستان خپلې ټولې ژمنې شوې مرستې بندې کړي دي.

دا خبرې داسې مهال کیږي چې په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې هلو ځلو زور اخیستی دی.

د افغانستان د سولې او بیا پخلاینې لپار د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو ځانګړي سلاکار زلمي خلیلزاد هیله څرګنده کړې چې ښايي د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو مخکې له طالبانو سره د سولې تړون وشي.

XS
SM
MD
LG