د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ټول پاکستان ته د اسامه ځای معلوم و، مونږ ته یې نه ویل


ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

ولسمشر ټرمپ د ترهګرۍ ضد جګړې کې د پاکستان په رول یو ځلې بیا سختې نیوکې کړي دي او ویلي یې دي چې ټول پاکستان د اسامه په دغه ملک کې د اوسېدو نه خبر و، خو امریکا ته یې نه ویل.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فاکس ټلوېزیون ته په یوې مرکې کې ویلي پاکستان د امریکا نه هر کال په میلیارډو ډالره مرستې اخیستې، خو د امریکا لپاره یې هېڅ هم نه دي کړي.

ولسمشر ټرمپ فاکس نیوز ته د القاعده د ترهګرې ډلې د مشر اسامه بن لادن په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان پر رول انتقاد وکړ او ویې ویل چې هغه د ایبټ اباد په ښار کې اوسېده.

د القاعده شبکې پخوانۍ مشر اسامه بن لادن
د القاعده شبکې پخوانۍ مشر اسامه بن لادن

​ولسمشر ټرمپ وویل د پاکستان حکومت د اسامه بن لادن سره د یوې پوځي اډې سره نژدی په پټېدو کې مرسته کړې ده. هغه زیاته کړه:"هغه(بن لادن) په پاکستان کې د پوځي اډې خوا ته اوسېده، په پاکستان کې هر څوک د هغه د اوسېدو نه خبر و."

ولسمشر ټرمپ یو ځلې بیا د خپلې ادارې لخوا پاکستان ته د مرستو بندولو پرېکړه سمه وبلله او ویې ویل:"موږ پاکستان ته هر کال ١.٣ میلیارډه ډالره ورکوو، لادن په پاکستان کې و، مون د پاکستان سره مرسته کوو، موږ اوس هغوی ته دغه مرسته بنده کړې ده، ما ځکه دغه مرستې بندې کړي دي چې پاکستان زموږ لپاره هېڅ هم نه کوي."

ولسمشر ټرمپ وویل چې ښه به وه که اوسامه یې مخکې نیولی وای

د امریکا او پاکستان اړېکې د هغې نه وروسته زیاتې خرابې شوي دي چې ولسمشر ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د دورې د پیلېدو نه وروسته پاکستان ته د امنیتي مرستو د ځنډولو پرېکړه وکړه.

ولسمشر ټرمپ پرله پسې د افغانستان په مسئله کې د پاکستان په رول نیوکې کړي دي.

ټرمپ: اسامه باید مخکې وژل شوی وای
ټرمپ: اسامه باید مخکې وژل شوی وای

پاکستان د ولسمشر ټرمپ هغه تورونه چې ترهګرو له پناهځایونه ورکوي، ردوي او وایي چې پاکستان د امریکا مرستو ته ضرورت نه لري خو د عمران خان حکومت د امریکا سره د اړیکو رغولو کوښښونه هم کوي.

ولسمشر ټرمپ په خپله مرکه کې دا هم وویل چې افغانستان ته د سفر نیت لري.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG