د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د ملگرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې په چین او ایران نیوکې کړي


ولسمشر ټرمپ د ملگرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې د چین په تجارتي پالیسیو سختې نیوکې کړیدي او وایي چې هیله لري دغه دواړه ملکونو د خپل منځي اقتصادي ستونزو د ختمولو په لړ کی یوې موافقې ته ورسیږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ملگرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې په چین او ایران سختې نیوکې وکړې. ولسمشر ټرمپ په چین تور ولگلاوه چې اقتصادي پالیسۍ یې غیر شفافه دي او یواځې د چین په گټه تمامیږي او خبرداری یې ورکړ چې نور به دغه ونه زغمل شي.

د ملگرو ملتونو سرمنشي جنرال اینتونیو گوتیرس هم دغه مهال خبرداری ورکړ چې نړۍ په دوو اقتصادي قدرتمندو هیوادونو چین او امریکا کې ویشل شویده چې د هغې په نتیجه کې دوه مختلف تجارتي، سیاسي، نظامي او اقتصادي نظامونه منځته راغلي دي. هغه زیاته کړه چې تر اوسه پورې دغه دوو مختلفو نظامونو خطر ندی پیدا کړی خو داسې امکان شته دي چې په راتلونکې کې به گواښ پیښ کړي.

ولسمشر ټرمپ دغه مهال په ایران هم سختې نیوکې وکړی او ویې ویل چې نړیوال دې په سعودي عربستان د بریدونو په لړ کې د ایران ضد د هغه نظر تائید کړي او په ایران دې فشار راولي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا سره سره دریو ځواکمنو اروپایي هیوادونو بریتانیا، جرمني او فرانسې د امریکا د نظر په تائید سره ایران د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو په برید تورن کړیدی.

ولسمشر ټرمپ وویل چې امریکا متحدینو ته ضرورت لري او دښمنانو ته یې نه لري. هغه وویل چې د سولې لاره د تر ټولو غوره لاره ده خو یادونه یې وکړه چې تر څو ایران په خپل چلند کې بدلون را نه ولي تر هغې پورې به اقتصادي بندیزونه دوام ولري.

د یادونې وړ ده چې د ایران ولسمشر حسن روحاني هم د ملگرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د گډون لپاره په نیویارک کی دی خو د ولسمشر ټرمپ د وینا په مهال هغه موجود نه و.

XS
SM
MD
LG