د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د "افغانستان د روښانه راتلونکې لپاره" هڅه کوو


د ملگرو ملتونو د سازمان عمومي غونډې ته د ټرمپ وینا
د ملگرو ملتونو د سازمان عمومي غونډې ته د ټرمپ وینا

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ترهگرۍ له منځه وړل او "په یو واقعیت باندې د سولې بدلول" د افغانستان لپاره د هغه د پروگرامونو څخه دي.

ښاغلي ټرمپ چې د نیویارک په ښار کې د ملگرو ملتونو د سازمان په عمومي غونډه کې یې وینا کوله یو ځل بیا تکرار کړل چې امریکا هیڅکله "د بې پایه جگړو" پلوي نده او دا چې هغه د افغانستان لپاره د "یوې روښانه راتلونکې" د موندلوهڅه کوي.

هغه وویل: "په ټوله نړۍ کې زمونږ پیغام روښانه دی. زمونږ هدف بې پایه جگړو ته تگ ندی. په همدې هدف زما اداره د افغانستان لپاره د ښه راتلونکې په هیله کې ده".

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: "متاسفانه طالبانو خپلو وحشیانه بریدونو ته دوام ورکړی دی. مونږ د خپلو افغان شریکانو د ایتلاف سره کار کولو ته دوام ورکوو چې وکړای شو تروریزم له منځه یوسو. مونږ هیڅکله په واقعیت باندې د سولې د بدلولو له هڅې نه لاس نه اخلو".

جمهور رئیس ټرمپ پدې وروستیو کې د طالبانو سره د امریکا مذاکرات بند کړل او وویل چې ددې ډلې د ځپلو لپاره اړتیا ده چې د پوځي فشار نه کار واخیستل شي.

د افغانستان دولت هم اعلان کړی دی چې د انتخاباتو د ترسره کیدو او د نوي حکومت تر جوړیدو پورې د طالبانو سره د خبرو هڅې دروي.

XS
SM
MD
LG