د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلې دي چې هغه ته داسې ښکاري سوریې د روسیې پوځي الوتکه ویشتلې ده.
د امریکا ولسمشر ټرمپ دا هم وویل چې امریکا او نور ملکونه په سوریې او سیمه کې د اسلامي دولت د ډلې ختمولو ته نژدې شویدي.
ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ ( سپټمبر ١٨) د پولنډ د ولسمشر سره یو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې وویل "ما ته د ځینو حقایقو د پلټلو نه وروسته داسې ښکاري چې سوریې د روسیې الوتکه راغوځاره کړیده او زه پوهیږم چې پدی پیښه کې د ١۴ کسانو وژل کیده د خپگان خبره ده."
ولسمشر ټرمپ د امریکا او د نورو متحدینو د اسلامي دولت د ډلې ضد عملیاتو ستاینه وکړه او ویې ویل چې هغوي په سوریې او سیمې کې د داعش ډلې ختمولو ته نژدی شویدي. " مونږ په سوریې او په سیمې کې د داعش د ختمولو په اړه ډیر ښه کار کړیدی او هم دغه یې علت دی چې مونږ هلته تللي یو. مونږ د داعش ختمولو ته ډیر نژدی شوي یو".